
د انګلستان او هسپانیې په کوربهتوب سترې فوټبال لیګ سیالیو بېګا شپه په لس لس لوبو سره دوام وکړ چې پهکې پخوانیو اتلو لوبډلو خپلې اتلولۍ وساتلې.
پهدې سره د انګلستان فوټبال غوره لیګ له ۳۸ لوبو وروسته پای ته ورسېد، خو د هسپانیې په لالیګا سیالیو کې بیا د یوې اوونۍ سیالۍ پاتې دي.
په انګلستان فوټبال غوره لیګ کې مانچسټرسېټي لوبډلې ته د لیورپول په وړاندې د اتلولۍ ساتلو ستر مسوولیت ور پر غاړه و چې د بریا پر مټ یې یوازې د ۱ امتیاز په توپیر د سر پر سر دویم کال لپاره د اتلولۍ جام وګاټه.
مانچسټرسېټي فوټبال کلپ د وروستۍ ۳۸مې اوونۍ په لوبه کې ۴ د ۱ ګول په وړاندې برایټون لوبډلې ته ماتې ورکړه او د ۴م ځل لپاره یې د دغه لیګ د اتلولۍ جام خپل کړ.
تر دې وړاندې مانچسټرسېټي فوټبال کلپ په ۲۰۱۲، ۲۰۱۴ او ۲۰۱۸ کلونو کې هم د انګلستان فوټبال غوره لیګ د اتلولۍ جامونه ګټلي وو.
لېورپول فوټبال کلپ چې ۲ د ۰ ګول په وړاندې یې بریا خپله کړه، په ۹۷ امتیازونو په دویم مقام کې پاتې شوه او پهدې سره یې تاریخي چانس چې د انګلستان فوټبال غوره لیګ د لومړي ځل لپاره د اتلولۍ جام وګټي، له لاسه ورکړ.
د یادونې ده چې د انګلستان فوټبال غوره لیګ په تاریخ کې تر ټولو بریالی کلپ مانچسټریونایټېډ دی چې ۱۳ ځله یې د دغه ستر لیګ اتلولۍ ګټلي، خو سږ کال په ۶۶ امتیازونو په ۶م مقام کې پاتې شو.
د انګلستان په فوټبال غوره لیګ کې ټولټال ۳۸۰ سیالۍ وشوې چې ټولټال پهکې ۱۰۷۲ ګولونه ووهل شول او پیري ایمریک، ساديو مادي او محمد صلاح په ۲۲ ګولونو سره مخکښ ګول وهونکي وو.
اړوند مطالب:
له اسپانوي کلپ پرته د چمپینزلیګ فاینل لوبه
همدارنګه د هسپانیې د ۸۷م پړاو د لالیګا سترې سیالۍ بیا په اسانۍ سره د ۲۶م ځل لپاره د بارسلونا فوټبال لوبډلې وګټلې چې په ۳۷ لوبو کې یې ۸۶ امتیازونه ګټلي وو او خپله وروستۍ لوبه به راتلونکې اوونۍ له ایبر سره کوي چې په پایلې یې کوم اغېز نهلري.
د یادونې ده چې دا په وروستۍ یوه لسیزه کې ۷م ځل شو چې د لیونیل میسي په موجودیت کې د بارسلونا فوټبال لوبډله د هسپانیې د لالیګا سیالیو د اتلولۍ جام ګټي.
بارسلونا بېګا شپه د ۳۷مې اوونۍ په لوبه کې ۲ د ۰ ګول په وړاندې ایبر لوبډلې ته ماتې ورکړه چې په نورو لوبو کې بیا ریال بیټیس، ایسپنیول، اټلاټیکو بلباو او ولنسیا لوبډلو بریاوې خپلې کړې، خو ریال ماډرېډ بیا د ریال سوسایډېډ په وړاندې حیرانوونکې ماتې وخوړه.
د هسپانیې په لالیګا سیالیو کې تر ټولو ډېرې ۳۳ اتلولۍ بیا ریال ماډرېډ فوټبال کلپ ګټلي چې سږ کال له بارسلونا او اټلاټیکو ماډرېډ وروسته په درېیم مقام کې پاتې شوه.





