په کرکټ لوبه کې د مشهورو (کمېنټېټرانو) جالبې تبصرې

کرکټ لوبه په بهترینه لوبغاړو تل ښکلې وي، خو د کرکټ لوبه د کمېنټرۍ پرته بېخي بې خونده او په هیڅ شمېرل کېږي.

له همدې کبله په کرکټ نړۍ کې بهترینه کمینټیټران تېر شوي او اوسمهال هم شته، چې لوبو ته په خپلو تبصرو، اوازونو او اصطلاحاتو ځانګړی خوند او رنګ ورکوي.
دلته د یو څو مشهورو کرکټ کمینټیټرانو جالبې خبرې راوړو، چې د لوبو پرمهال یې په خپلو (کمېنټریو) کې د بېلا بېلو لوبغاړو د کارکردګیو په اړه کړې دي.
۱: هارشا بوګلی: کلارک دانیل کمبلی له خوا د هندوستان پر خلاف په (سلیپ) کی کیچ شو؛ نو بیا هم اسټرالوي کلارک د (ټي وي) لوبڅار پرېکړې ته ولاړ و.
بوګلی وویل، فکر کوم مایکل کلارک د سبا ورځي ورځپاڼې په انتظار دی، چې ووایي، سوځېدلی یې.
۲: هارشا بوګلی: د کرېس ګېل له خوا شپږیزه او بیا څلوریزه ولګېدله؛ نو دغه کمېنټېټر وویل، چې د کرېس ګېل په کتاب کې حساب بدل شوی او له دې وروسته داسې کېږي، چې لومړی شپږ او بیا څلور راځي.
۳: هارشا بوګلی: د ټنډولکر او ډهوني له خوا ښکلې او بې رحمه لوبه روانه وه، چې دغه مبصر پرې داسې تبصره وکړه:
یو اړخ ته جراح ډاکټر او بل اړخ ته قصاب لوبه کوي.


۴: هارشا بوګلی: اسټرالوي ګلین مکسویل په بې رحمې لوبې مشهور دی، نو دغه کمینټیټر داسې یوه لوبه کې وویل، که مکسویل موټر لرلی نو همیش به یې د لومړي ګیر په ځای په څلورم ګیر کې سټارټ کولی.
۵: هارشا بوګلی: په ای پي ایل سیالیو کې دچنایي خلاف د پنجاب له پاره د ورینډر سیهواګ په لوبه کمینټري کوله چې په کې سیهواک سلیزه جوړه کړه.
د سیهواګ ددې لوبې په تړاو کمینټرۍ کې یې وویل، که مینه وال دغه لوبه نه ګوري نو هیڅ کرکټ سره مینه نه لري.
۶: رمیز راجه : په (ای پی ایل) سیالیو کې د هندي یوسف پټهان په شارټ داسې وویل، د یوې شیبې له پاره داسې ښکاره شو، چې دلوبڅار اسد رووف زړه دهغه په خوله کې و، که داسې نه وای نو بال به یې په خوله کې ورننوتلی شو.
۷: نوجوت سیدو : که اجیت اګارکر ال راونډر وي نو زه هم بیا اشوریا رای یم 
۸: هارشا بوګلی: سویلي افریقایي لوبڅار روډي کورټزن ډير کم خندل، نو هارشا وویل کله چې هم روډي کورټزن وخندل نو په غربي اسیا کی به سوله وي.
۹: نوجوت سیدو: د هندوستان د مشهور لوبغاړي سونیل ګواسکر د زوۍ روهان ګواسکر دکرکټ کارکردګۍ په اړه داسې ویلي وو.
 وروره هرڅه چې د غوا څخه راوځي شیده نه وي ځان پوه کړه.
۱۰: نوجوت سیدو: د کرکټ لوبې پیچونه د ښځو په څیر وي واورۍ، کله بدلیږي هیڅوک پری نه پوهیږي.
۱۱: سایمن ډول: کله چې روینډر جډیجا په یوه غلط شارټ وسوځید، او بیا په ۲ میلیونه ډالرو په (ای پی ایل) کې واخیستل شو: نو دغه کمیټیټر وویل چې په پیسو عقل نه شي اخیستلی.
۱۲: روي شاستري: کله چې سیهواګ څلوریزه ووهله او د مرمۍ په څیر بونډرۍ ته توپ ورسید: نو دغه کمینټیټر وویل چې بال د کلوسیکرا د نوم اخیستلو وړاندې بونډرۍ ته ورسید.
۱۳: مایکل اترټن: د انګلستان لوبډله دهندوستان کوربه وه، دغه انګلستاني کمینټیټر وویل چې میدان کی دومره نندارچېان دي چې د هندوستان میدان ښکاري، پیچونه هم د هندوستان لوبغاړو سره مرسته کوي ، دا زمونږه دانګلستان میلمستیا ده د هندوستان له پاره.
ددی په ځواب کی هارشا بوګلی وویل، ګوره مونږه تاسې ته په خپل هیواد کې د کلونو پاچاهۍ چانس درکړ او زه په دې باوري یم چې دهغې په ځواب کې ستاسې دا میلمستیا ډیره کمه ده چې پرې اتارټن خوله بنده پاتې شوه.
هارشا بوګلي په دې تبصرې سره په هندوستان د انګلیستان واکمنۍ ته اشاره کړې وه


۱۴: رمیز راجه : وایي چې مصباح الحق له بهر نه ښه ارام دماغه او سوړ ښکاري خو له دننه حالت څخه یې خبر نه دی.
۱۵: نوجوت سیدو: په لویه لوبه کې لوبډلې ته په ۲ بالونو ۱۴ منډې پکار وې، نو نوموړي په خپله کمینټرۍ کې وویل دا هغه خبره ده چې که زما کاکا بریت لرلی نو مابه ورته کاکا ویلی.
۱۶: نوجوت سیدو: دا چې سویلي افریقه ستر ټیم دی خو ډیر ژر دفشار سره مخ کیږي، دا کمینټیټر وایي دیګې بخار او سویلي افریقه یو قسم دي ، د دواړو زور د فشار په وخت کې معلومیږي.
۱۷: نوجوت: بیټسمین له ګریس څخه ډیر بهر وتلی، ویکټ ساتوونکي ډهوني لومړی چای وچښلې، بیا یی اخبار ولوست او بیا ورغۍ بیټسمین یې (سټمپ) اوټ کړ.
۱۸: شعیب اختراو راهول ډراویډ: د پاکستان یوه لوبه روانه وه ، شعیب اختر وویل چې د پاکستان ټول باور او تکیه اوس په شاهد افریدي ده نو ډراویډ زیاته کړه چې دا نو دپاکستان له پاره ډير خراب حالت دی که ریښتیا هم په افریدي تکیه او باور کوي.
۱۹: هارشا بوګلی: په پرت لوبغالي کی اسټرالوي سایمنډ د ټنډولکر خلاف د سوځیدو (اپیل) وکړ چې د لوبڅار لخوا رد کړای شو نو دغه کمینټیټر وویل چې سایمنډ داسې ښکاري لکه د یوه ماشوم نه چې چاکلیټ وتښتۍ.
۲۰: هارشا بوګلی: د انګلستان د ټرینټ بریج کرکټ لوبغالي (کمینټري) خونه دومره وړه ده لکه د ۲ کوټو په کور کی چې ۱۵ تنه واچۍ.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام