نواک جاکویک د ۲۰۱۷ کال د ټینس لومړۍ اتلولي وګټله

د ټینس لوبغاړي نواک جاکویک سرسخت برېټانوي سیال انډي موري ته په ماتې ورکولو سره نه یوازې له نوموړي د تېرې ماتې غچ واخیست؛ بلکې د روان کال ټینس لومړۍ اتلولي هم وګټله.

د سیالیو د رسمي وېبپاڼې د معلوماتو له مخې، سربیایي جاکویک خپل سیال ته د قطر ازادو ټینس سیالیو په وروستۍ لوبه کې چې نږدې ۳ ساعته روانه وه؛ له یوې په زړه پورې لوبې وروسته له ۳ نه په ۲ سیټونو کې ماتې ورکړه.

د قطر په پلازمېنې دوحه کې په دې اتلولۍ سره مشهور لوبغاړي نواک جاکویک ۲ سوه ۹ زره  ۶۶۵ ډالر او د انعام په توګه د سیالیو د اتلولۍ جام ترلاسه کړ.

نواک جاکویک پخوا د ټینس نړۍ لومړی لوبغاړی و؛ خو د تېر کال په وروستي ټورنمېنټ کې له برېټانوي انډي موري نه د ماتې په خوړلو سره دغه مقام له لاسه ورکړ.

له بل لوري بیا په نړیوالو ټینس سیالیو کې د برېټانوي انډي موري د ۲۸ سر په سر بریاوو واکمني هم په دې ماتې سره پای ته ورسېدله.

د اتلولۍ له ګټلو وروسته نواک جاکویک رسنیو سره په خبرو کی وویل، لوبه او د سرسخت سیال خلاف د اتلولۍ ګټل اسانه نه وو.

د جاکویک پر وینا، دا چې د روان کال لومړۍ اتلولي وه؛ خوشاله دی او باید راتلونکې اوونۍ د سترو اتلولیو له پاره نورې خوارۍ هم وکړي.

دواړه لوبغاړي به اوس له دوحې نه د اسټرالیا په سترو ګرانډ سلام سیالیو کې د ګډون له پاره  اسټرالیا ملبورن ته ولاړ شي.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام