کرکټ بورډ د کندوز جنګ ځپلو سره د مرستې له پاره سیالۍ پلان کړې

کرکټ بورډ د کندوز ولایت جنګ ځپلو له پاره د مرستو راټولو په موخه د کرکټ ۲۰ اوریزه سیالۍ پلان کړې ده.

د افغانستان کرکټ بورډ له خوا سلام وطندار راډیو ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، پلان شوې ۲۰ اوریزه کرکټ سیالۍ به د راتلونکې جمعې په ورځ د اکتوبر په ۲۱ مه نېټه ترسره شي.

خبرپاڼه لیکي، د دې سیالۍ موخه د کندوز جنګ ځپلو له پاره د مرستې راټول دي چې په دې سیالۍ کې به د کرکټ ملي لوبډلې مشهور لوبغاړي ولوبیږي.

د کرکټ بورډ خبرپاڼه زیاتوي سیالۍ به د کابل په الکوزي – کرکټ نړیوال لوبغالي کی ترسره شي او ترلاسه شوې پیسې به د کندوز ولایت وروستیو جنګونو له کبله په بې ځایه شویو کډوالو د مرستې په توګه ووېشل شي.

د کرکټ بورډ اجرایوي مشر شفیق الله ستانکزي د افغانستان له ملي سوداګرو او کرکټ مینه والو غوښتي چې د سیالۍ په مالي ملاتړ او ټکټ اخیستلو کې د کندوز له جنګ ځپلو او بې ځایه شویو سره مرسته وکړي.

افغان کرکټ بورډ تېر کال هم د اکتوبر میاشتې په ۱۵ مه نېټه د کندوز ولایت د جنګ ځپلو او بې ځایه شویو کډوالو سره د مرستې په موخه د کرکټ سیالۍ جوړه کړې وه.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام