
یوشمیر مدني فعلانو نن پنجشنبه (فبروري ۲۵مه ) کابل کې د یوې خبري ناستې په ترڅ کې د کرکټ بورډ اداره فاسده او مشرتابه پلاوی یې په بې غورۍ تورن کړ.
دوی ګواښ وکړ، که په راتلونکو لسو ورځو کې اصلاحات را نه شي په سترو لاریونونو به لاس پورې کړي.
اعتراض کوونکو نیوکه وکړه، چې د کرکټ بورډ د مشرتابه ناقانونه کړنو له امله افغان کرکټ ملي لوبډله په ستر اسیايي جام کې د لوبیدو څخه پاتې شوه.
دوی وايي، نویو لوبغاړو ته د ملي لوبډلې د غړیتوب چانس نه ورکول کیږي، چې قوي اړیکې یاهم د کرکټ بورډ مشرتابه پلاوي خپلوان نه وي.
اعتراض کوونکو نیوکه وکړه، چې د کرکټ بورډ اجرایوي رېیس ICC له لوري نه دی ټاکل شوی او د کرکټ لوبغاړو امتیاز د کرکټ بورډ مشرتابه پلاوی په خپل نوم جیب ته اچوي.
په دې اړه عطاالله حیران یو تن مدني فعال وویل، که چېرته له لسو ورځو وروسته په دې اداره کې پراخ بدلون رانغی، نو دوی به ترهغې پورې په پراخو لاریونونو لاس پورې کړي، ترڅو چې دغه چارواکي نه وي لرې شوی.

خو د کرکټ ملي لوبډلې ویاند فرید هوتک سلام وطندارته وویل، ددې ادارې مشرتابه پلاوي څخه د ولسمشر اشرف غني له لوري ازموینه اخیستل شوې او ترڅنګ یې ملي لوبغاړو له لوري رایه ورکړل شوې ده.
د نوموړي په وینا، په ملي لوبډله کې هر لوبغاړی چې وړتیا ولري ګډون کولای شي.
هوتک زیاتوي، چې د لوبغاړو امتیاز هېڅ وخت دوی په جیب کې نه دی اچولی، بلکې ده غوی ته یې تنخواګانې هم زیاتې کړې دي.
د اداري فساد په اړه فرید هوتک وايي، چې دغه ادارې د ښو کړنو پربنسټ د الکوزي شرکت تمویل ترلاسه کړی او ترڅنګ ټولې چارې رڼې روانې دي.
د کرکټ بورډ خلاف داسې مهال د کرکټ مینه والو، کرکټ پوهانو او مدني فعالانو غبرګونونه راوپاریدل، چې افغان کرکټ ملي لوبډلې له زیاتو تمو سره سره په اسیايي سترو ۲۰ اوریزه سیالیو کې خپل ځای کم زوري عربي ملي لوبډلې ته وبایله.
په همدې اړه څه موده وړاندې رسنیو راپورونه خپاره کړل، چې په کرکټ بورډ اداره کې زرګونه ډالر تري تم شول، خو د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک بیا وايي، چې دغه موضوع د امنیت بنسټو ترنظر لاندې وڅارل شوه او پروړاندې یې لازم ګام پورته شوی.





