سلام وطندار | آرشیو
فارسی
|
پشتو
|
ازبیکی
|
ENG
افغانستان یو ځل بیا په کرکټ کې له هانګ کانګ څخه ماتې وخوړله
سلام وطندار | آرشیو |
جمعه، 27 نوامبر 2015
هانګ کانګ کرکټ ملي لوبډلې په یواځېنۍ شل اوریزه لوبه کې افغانستان ته په ۴ وېکټو ماتې ورکړه او د افغانستان پر خلاف یې د بریاوو لړۍ یې لا اوږده کړه.
د هندوستان په کوربتوب ۲۰۱۶ م کال شل اوریزه کرکټ نړیوال جام سیالیو ته د تیاریو پر موخه نننۍ شل اوریزه لوبه د عربي اماراتو په ابوظبي کرکټ نړیوال لوبغالي کی وشوه.
په سیالۍ کې د سلګونه افغان نندارچیانو په موجودیت او تشویق کې افغان کپتان اصغرستانکزي پچه وګټله او په خپله یې د لومړۍ لوبې کولو پرېکړه وکړه، چې ښه ثابته شوه.
افغانستان د اصغرستانکزي د لومړۍ نړیوالې شل اوریزه لوبې نیمه سلیزې ۵۱ منډو په مټ سیالې لوبډلې ته په پوره ۲۰ اورونو کې د ۱۶۳ منډو هدف ورکړ.
د افغانستان له پاره سمیع الله شینواري ۳۴ ، شفیق الله شفق ۳۰ او کریم صادق هم د ۲۲ منډو ښه لوبه وکړه.
د هدف د دفاع په موخه هانګ کانګ بی له کومې اندېښنې لوبه وکړه او ټاکل شوې هدف یې د لوبې په وروستي اور څلورم بال د ۶ لوبغاړو په سوځېدلو تر لاسه کړ.
کریم صادق او او روښان بارکزې د افغانستان له پاره مخکښه بالران وو، چې دوه دوه سیال لوبغاړي یی وسوځول، خو د هانګ کانګ لوبډله یې له هدف څخه ایساره نه کړی شوه.
د یادونې وړ ده، چې په نننۍ سیالۍ کې د افغانستان په ټوپ اچونه کې د دولت ځدران او شاپورځدران کمی محسوس شو، چې دواړه د عربي اماراتو د ویزو د نه شتوالي له کبله له ملي لوبډلې سره ملګري نه دي.
دا په روان ۲۰۱۵ م کال کې دویم ځل دی، چې د اسیا وچې دغه کمزورې کرکټ لوبډله، چې له یوه او بل هېواد څخه یی لوبغاړي په کرایه نیولي؛ افغان کرکټ ملي لوبډلې ته ماتې ورکوي.
ټاکل شوې ده د عربي اماراتو په روان سفر کی به افغانستان سبا د عمان کرکټ ملي لوبډلې پر خلاف هم د ۲ نړیوالو شل اوریزو لوبو لړۍ هم پیل کړي.
عمان روان کال هم د ایرلینډ او سکاټلینډ په کوربتوب شل اوریزه نړیوال جام ټاکنیز پړاو کې افغانستان ته ماتې ورکړې وه.
به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print
این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.
بازگشت به وبسایت اصلی
مطالب مشابه:
د نړۍ غوره کرکټ لوبډلې نیپال ته ماتې ورکړه
08/11/2015
د تکواندو نړیوالې سیالۍ نن د افغانستان په ګډون پیلیږي
06/24/2017
د فیفا ۳ جګپوړو مامورینو دندې وځنډول شوې
10/08/2015
افغان کرکټ لوبډله (ټاپ ټين) کې ځای موندلو له پاره یو ګام نوره هم نږدې شوه
10/24/2015
د افغانستان او ایرلنډ کرکټلوبډلو لهپاره نننۍ لوبه برخلیک ټاکونکې ده
03/23/2018
اجرایوي رییس د ۱۵ کلنې فوټبال لوبډلې لګښت په غاړه واخیست
07/11/2017
اخبار و گزارشهای سلام وطندار را از شبکههای اجتماعی دنبال کنید:
فیسبوک
توییتر
تلگرام