.jpg)
د اسیا فوټبال فدراسیون له خوا په کابل کې د دویم ځل له پاره د روزونکیو روزل پیل شوی روزنیز کورس په بریالیتوب سره پاې ته ورسېد.
د دې کورس ګډونوالو ته له عملي او نظري زده کړو وروسته د اسیا فوټبال فدراسیون د روزونکي او افغان فوټبال فدراسیون چارواکیو له لوري د روزنې په برخه کې د (سي) درجې سندونه ورکړل شول.
د افغانستان فوټبال فدراسیون په خپره کړې خبرپاڼې کې راغلي، په دې روزنیز کورس کې د هېواد د ۱۰ ولایتونو څخه ۲۲ روزونکیو برخه اخیستی وه.
خبرپاڼه لیکي، چې د (سي) درجې روزنیز کورس د ۱۵ ورځو له پاره روان و، چې د اسیا فوټبال فدراسیون د روزونکي کیومرث دهقانپور پر مخ وړلو.
د روزنیز کورس د پای په مراسمو کې د افغانستان فوټبال فدراسیون مشر کرام الدین کریم د کورس ګډونوالو ته وویل، له دې سند او ترلاسه شویو زده کړو نه په ګټنې سره باید د پخوا په پرتله په خپلو ولایتونو کې د ځوانانو او تنکیو ځوانانو فوټبال لوبغاړیو په روزنه کې لاپسې ډېره خواري وشي.
.jpg)
د کریم د کورس برخوالو ته په وینا کې وویل، چې دا زده کړې باید د افغانستان فوټبال په پرمختګ کې مهم رول ولوبوي او کړې زده کړې د افغانستان د فوټبال لوبغاړیو د روزنې په برخه کې ګټورې تمامې شي.
دغه راز د اسیا فوټبال فدراسیون روزونکي دهقانپور د (سي) درجې سند ترلاسه کوونکیو ته وویل، دا چې په وروستیو څو میاشتو کې د دویم ځل له پاره افغانستان ته راغی؛ خوشحاله دې او تمه لري، چې د افغانستان د فوټبال روزونکیو په روزلو کې یې اړینه مرسته کړې وي.
د اسیایي روزونکي پر وینا، افغان روزونکي باید ډېر خوشحاله شي ځکه، افغانستان د اسیا او دغه راز د اروپا په کچه یوازینی هېواد دی، چې له کوم مصرفه پرته د خیل هېواد فوټبال روزونکي په بېلابېلو پړاونو کې روزي.





