د افغانستان کورني کرکټ په چوکاټ کې پیل شوې د الکوزي"احمد شاه بابا" د زونونو ترمینځ څلور ورځنیو سیالیو کې مس عینک او سپین غر لوبډلو بریاوې خپلې کړې.
د کرکټ بورډ د معلوماتو له مخې چې په لومړۍ لوبه کې مس عینک لوبډلې په خوست کرکټ لوبغالي د نورعلي ځدران د ښکلې توپ وهنې په مټ چې ۲۲۹ ناسوځیدلې منډې یې جوړې کړې میلمه (بندامیر) لوبډلې ته په یوه وار او ۲۳۸ منډو ماتې ورکړه.
نورعلي ځډران، چې د ټپونو څخه په روغیدو یې لومړې ستر ټورنامنټ ولوباوه پدې ښکلې لوبې د غوره لوبغاړي جایزه ترلاسه کړه.
د نورعلي ځډران د غبرګې سلیزې وړاندې د مس عینک بالینګ هم په زړه پورې وو چې د عبید کنړي د بی رحمه بالینګ ۷ ویکټو په مټ یې لومړې د بند امیر لوبډله په ۱۴۱ منډو وسوځوله او بیا یې په ځوابي توپ وهنه کې د ۶ لوبغاړو په سوځیدو په ۴۹۷ منډو لوبه ودرلوه.
د قرض خلاصولو او مس عینک لوبډلې ته د هدف ټاکلو په دوهم وار کې دا ځل د مس عینک لوبډلې لپاره روښان بارکزي بال لاس کې واخیست او دتل په څیر یې د ټولټال ۶ ویکټو په اخیستلو سره بند امیر لوبډله په ۱۱۸ منډو وسوځوله.
د کرکټ بورډ دخبرپاڼې له مخې، چې د روانو سالیو په دوهمه لوب کې چې د ننګرهارپه غازي امان الله لوبغالي کې ترسره شوه پکښې کوربه سپین غرلوبډلې د شبیرنوري د هراړخیزې لوبې وروسته بوست لوبډلې ته په ویکټو ماتې ورکړه.
د ورکړل شویو معلوماتوو له مخې چې په سیالۍ کې بوست لوبډلې په لومړي وار کې ۲۲۹ منډې جوړې کړې وې، چې په ځوابي لوبه کې سبین غر لوبډله په ۲۷۹ منډو بریالۍ شوه.
دغه راز په دویم وار بوست یو ځل بیا سترهدف جوړ نه کړی شو او ټولې لوبډلې په ۱۸۸ منډو سوځیدو سپین غرلوبډلې ته د ۱۳۹ منډو هدف ورکړ، چې سپین غر لوبډلې د ۱ لوبغاړي په سوځیدو ترلاسه کړ اولومړۍ بریا یې ثبت کړه.
په دې لوبه کې شبیرنوري په ۲ نیمه سلیزو او ۴ ویکټو اخیستلو سره دلوبې غوره لوبغاړې اعلان شو.
د زونونو ترمنځ په روانو څلور ورځنیو سیالیو کې د هیواد د ۵ زونونو منتخبې لوبډلې لوبیږي، چې د لومړي ځل له پاره له کابل څخه بهرپه خوست او ننګرهار ولایتونو کې ترسره کیږي.





