په پام کې ده، چې د یو بريتانیوي تنظيم له خوا په انګلستان کې د سپټمبر په ۱۷ مه د ځينو نړېوالو لوبغاړو د جوړښت څخه د څو ټيمونو ترمنځ د کرکټ لوبې وشي.
په دغو لوبغاړو کې د پاکستان د ۲۰ اوریزو لوبو کپټان شاهد افريدی د هندوستان تکړه بیټسمین مهندرسنګ ډهوني د ګډون ترڅنګ به د افغانستان تکړه بالر او د لوړ قد خاوند شاپور ځډران هم لوبه وکړي.
د دغه تنظیم نوم " د صدقې تنظیم" دی او د "قهرمانانو له پاره د مرستو" په نوم يې لوبه برابره کړې ده.
د سپټمبر په ۱۷ مه نېټه د انګلستان د ياد تنظیم له خوا په جوړه شوې لوبه کې به د هندوستان بل نوموتی لوبغاړی وریندر سیواګ هم ګډون وکړي.
له دغو ټيمو به یو د " ریسټ آف ورلډ الیون" په نوم، چې کپټاني يې برینډن میک کولم له خوا کيږي.
د یاد ټيم نور لوبغاړي عبارت دي له، میتیهیوز هيډن، مهيلاجي وردني، براین لارا، ډينیل ويټوري او پخوانی قهرمان ګريم سمت څخه.
د دغو لوبو یواځنۍ موخه د بريتانوي عسکرو له پاره د مرستو ټولول په ګوته شوي. هغه عسکر، چې په جنګونو کې ټپیان شوي او یا هم خپل ژوند يې له لاسه ورکړی د کورنيو ته يې د همدغو لوبو له لارې پېسې ټولیږي.
د یادو ميچونو له پاره به د "هيلپ فار هیروز الیون " ټيم ته کپټان اینډریو سټراس وي، هرشل ګبز، وریندر سیواګ، مهندر سنګ ډهوني، ډيمين مارټن، لیفټيننټ کمانډر جوناتهن پارکر، کورپورل جیک ري، شاهد فريدی، ګریم سوان، سایمن جونز، میتهیوز هوګارډ او د انګلستان پخوانی کپټان ډیرن ګف شامل وي.
د ریسټ اف ورلډ الیون ټيم کپټاني به برینډن میک کولم کوي، چې د افغانستان تکړه توپ اچونکی شاپورځډران، میتهیو هیډن، ګریم سمټ، مهیلاجي وردني، میجرسټارم ګرین، براین لارا، عبدالرزاق ، سکاټ سټایرس او ډینیل ویټوري يې نور لوبغاړي دي.





