.jpg)
د افغانستان ساحلي فوټبال ملي لوبډله د اسیا په ۵ م پړاو (کوارټرفاینل) لوبه کې یوه بله پیاوړې لوبډله هم په یوه مهمه سیالۍ کې په ګونډو کړه.
د سیالیو د رسمي وېبپاڼې د معلوماتو له مخې، د افغانستان ساحلي فوټبال ملي لوبډلې نننۍ مهمه سیالۍ کې ازبکستانۍ لوبډلې ته ۹ د ۴ کولونو په وړاندې تاریخي ماته ورکړه.
په دې بریا سره د افغانستان ساحلي فوټبال ملي لوبډلې په روانو سیالیو کې دویمه بریا ترلاسه کړه او د روانو سیالیو نیمه پاې لوبو (سیمي فاینل) پړاو ته ورسېده.
د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، ټاکل شوې ده، د روانو سیالیو اتلولۍ ترلاسه کولو په موخه (فاینل) لوبې ته د رسېدو په موخه به سبا افغان لوبډله په لومړۍ نیمه پاې لوبه کی د سرسختی جاپانۍ ساحلي فوټبال ملي لوبډلې سره لوبه وکړي.
.jpg)
دغه راز د سبا ورځې په دویمه نیمه پاې لوبه کې به لبنان فاینل ته د رسېدو په موخه له عمان لوبډلې سره لوبه وکړي.
افغانستان او جاپان ساحلي فوټبال ملي لوبډلو ترمنځ د (ډي) ګروپ لومړۍ لیګ لوبه کی جاپان د یوې یو اړخیزې لوبې وروسته ۱۱ د ۰ ګول په وړاندې افغان لوبډلې ته ماتې ورکړی وه.
د روانو سیالیو په دوام به د نن ورځې په یو پراتم پړاو(کوارټرفاینل) لوبو کې جاپان ۶ د ۲ ګولونو په وړاندې عربي امارتو او عمان ۴ د ۱ ګول په وړاندې تایلینډۍ ساحلي فوټبال ملي لوبډلې ته ماته ورکړه.
.jpg)
دغه راز په وروستۍ کوارټرفاینل لوبه کې بیا د لبنان او کوربه ویتنام ساحلي فوټبال ملي لوبډلو ترمنځ سیالۍ په درې، درې ګولونو مساوي پاې ته ورسېده.
همدارنګه په روانو ساحلي سیالیو کې افغان هنډبال لوبډلې نن د ویتنام، هانګ کانګ، عمان او سریلانکا لوبډلو خلاف له ماتو وروسته د جاپان خلاف هم ماتې وخوړه.
د افغانستان واټرپولو لوبډلې بیا د چین او اندونیزیا خلاف له ماتو وروسته د ازبکستان لوبډلې خلاف هم ماتې ته غاړه کېښوده او ټاکل شوې، چې سبا له هانګ کانګ او بل سبا له تایلینډ لوبډلې سره لوبه ترسره کړي.





