افغانستان سبا له مالدیف سره د فوټبال سیالي کوي

ټاکل شوې‌ده، د افغانستان فوټبال ملي لوبډله سبا په یوه دوستانه فوټبال سیالۍ کې د مالدیف فوټبال ملي لوبډلې خلاف د لوبې ډګر ته ووځي.

د افغانستان فوټبال فدراسیون له‌خوا د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، افغان فوټبال ملي لوبډلې سیالۍ ته په دوبۍ کې خپل تمرینات بشپړ کړي او د سبا ورځې لومړۍ دوستانه سیالۍ ته پوره چمتووالې لري.

دا سیالي به د افغانستان پر وخت د شپې ۸ نیمې بجې پیل شي.

د افغانستان فوټبال ملي لوبډله د فوټبال نړیوالې شورا په نوې اعلان شوې درجه‌بندۍ کې له ۴ هېوادونو وروسته شوی او د ۱۴۰ امتیازونو په لرلو ۱۵۸م مقام ته تللی دی.

دغه راز مالدیفۍ فوټبال ملي لوبډلې هم د افغانستان په څېر په نوې اعلان شوې درجه‌بندۍ کې له ۴ هېوادونو وروسته شوی، چې له افغانستانه مخکې په ۱۴۶ امتیازونو سره ۱۵۶م مقام لري.

افغان فوټبال ملي لوبډلې ته د جون پر ۶مه د مالدیف پر خلاف او د جون پر ۱۳مه د کوربه کمبودیا خلاف سیالیو ته خیبراماني او مصطفی ازادزوی راستانه شوي‌دي.

دغه راز د «اوتو فیستر» په روزنه د ملي لوبډلې د لوبډلمشر فیصل شایسته مشر وروسته قیس شایسته هم په افغان فوټبال ملي لوبډله کې د لوبېدو چانس ورکړل شوی.

افغانستان او مالدیف د لومړي ځل له‌پاره په ۲۰۰۵ کال کې د فوټبال نړیواله سیالي وکړه، چې افغانستان په‌کې ۹ د ۱ ګول پر وړاندې ماتې خوړلې وه.

د دویم ځل له‌پاره دواړه لوبډلې په ۲۰۰۹ کال کې مخامخ شوې، چې هغه ځل هم مالدیف ۳ د ۱ ګول پر وړاندې افغانستان ته ماتې ورکړه، خو په ۲۰۱۳ کال کې د دواړو لوبډلو ترمنځ پرته له کوم ګوله سیالي مساوي پاې ته ورسېدله.

په ۲۰۱۴ کال کې د مالدیف او افغانستان سره په یو ـ یو ګول مساوي شول؛ خو په پنلټي شوټونو کې مالدیف ۹ د ۸ ګولونو پر وړاندې افغانستان ته ماتې ورکړه.

دواړو لوبډلو د وروستي ځل له‌پاره ۲ کاله مخکې په ۲۰۱۵ کال کې لوبه وکړه، چې افغانستان په‌کې ۴ د ۱ ګول پر وړاندې مالدیفۍ لوبډلې ته ستره ماتې ورکړه.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام