د افغانستان سوک‌وهونکي المپیک ته د لارموندنې په پار تایلینډ ته لاړل

د افغانستان سوک‌وهنې (بوکسینګ) ملي لوبډله له ۱۴ کلن انتظار وروسته المپيک سیالیو ته په خپلې وړتیا د لارموندنې په موخه په غوراوي پړاو سیالیو کې د لوبېدلو په پار تایلینډ ته رسېدلې.

د افغانستان د بوکسینګ ملي لوبډلې روزونکي او پخواني بوکسر نثارقاري‌زاده وايي، راتلونکي کال المپیک سیالیو ته د لارموندنې سوک‌وهنی سیالۍ د روانې اپریل پر ۱۶مه د تایلینډ په پلازمېنې «بنکاک» کې پیلېږي او د روانې میاشتې تر ۲۸مې به د ښځینه او نرینه لوبغاړیو ترمنځ روانې وي.

ټاکل شوې، د سوک‌وهنې په‌دې سترو سیالیو کې به د افغانستان په ګډون د اسیا وچې له ۴۳ هېوادونو څخه لوبغاړي ولوبېږي چې غوره لوبغاړي به ترې په هر وزن کې د ۲۰۲۰ کال ټوکیو المپیک سیالیو ته لاره پیدا کړي.

د افغانستان بدني روزنې ریاست مسولان وايي، له افغانستانه د بوکسینګ په‌دې غوراوي پړاو سیالیو کې ۱۰ لوبغاړي په ۳ بېلابېلو وزنونو کې ګډون کوي چې په‌دې مهم سفر کې ورسره ۳ روزونکي هم مله دي.

ښاغلی قاري‌زاده زیاتوي، دغو اسیایي سیالیو ته یې تکړه او ځوان لوبغاړي غوره کړي چې له تېرو ۲ میاشتو له راهیسي د ښو تمریناتو له‌پاره د روزونکیو تر څارنې او تمریناتو لاندې وو.

دی باوري دی چې غوره شوي افغان سوک‌وهونکي به د تایلینډ په کوربتوب په سترو اسیایي سوک‌وهنې سیالیو کې ښې پایلي ولري او د راتلونکې ۲۰۲۰ کال په المپیک سیالیو کې به د لوبېدلو چانس ترلاسه کړي.

د افغانستان سوک‌وهونکي له ۲۰۰۴ کال وروسته یو ځل بیا د دې هڅه کوي په خپله وړتیا په المپيکي سیالیو کې د لوبېدلو جواز ترلاسه کړي.

له افغانستانه په ۱۹۹۶ کال اتلانتا المپیک سیالیو کې جاوید امان او دیونا په کوربتوب ۲۰۰۴ کال المپیک سیالیو کې بشرمل سلطاني په خپلې وړتیا المپیک سیالیو ته لاره پیدا کړې‌وه.

د افغانستان سوک‌وهونکیو په ۲۰۰۸ ، ۲۰۱۲ او ۲۰۱۶ کال المپیک سیالیو کې هم ګډون کړی‌و چې په چین، لندن او برازیل هېوادونو کې شوې‌وې؛ خو افغانستان ته په وروستیو ۳ المپیکي سیالیو کې د افتخاري کارت په‌واسطه د لوبېدلو چانس ورکړل شوی‌و او له غوراوي پړاو څخه یې دغو سترو المپيک سیالیو ته لاره نه وه پیدا کړې.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام