
د افغانستان کرکټ بورډ له خوا د ۵مې بوست ساتوونکو لوبډلې وروسته د ۲۰۱۶ م ز کال ۴م پړاو شل اوریزه (شپږیزه) کرکټ ټورنامنټ له پاره وروستۍ د دفاعي اتلې (سپین غر زمریان) لوبډلې نوملړ هم خپور شو.
د تمې سره سم د کرکټ مینه والو د پرله پسې غوښتنو سره سم د کرکټ بورډ له خوا د ۶ میاشتني بندیزسره مخ د (سپین غرزمریان) لوبډلې پخوانې کپتان شفیق الله شفق له لوبډلې څخه پاتې شوی دی او تیز بالر حمید حسن ته دکپتانۍ چارې وسپارل شوي دي.
د سپین غر زمریان لوبډلې سره په نورو لوبغاړو کې کریم صادق، شبیرنوري، سمیع الله شینواری، افتاب عالم، ضمیرخان او باطن شاه د نورو په پرتله ډیر پیژندل شوي لوبغاړي شمیرل کیږي.
د سپین غر زمریان لوبډلې سره په ۱۷ کسیزه لوبډله کې، چې زیاتره یې پخواني لوبغاړي او په کې نوې څیرې ډیرې کمې لیدل کیږي ظاهرشیرزاد، قسیم اوریاخیل، اکرام علي خیل، پرویزملک، ناصرعمر، طارق ستانکزی، همیم تلوار، اعجازکو نړی او بصیربهیرشامل دي.
همدارنګه د بوست ساتوونکي لوبډلې کپتاني بیا د پخواني کپتان شاپورځدران په ځاې ځوان نجیب الله ځدران ته ورکړل شوې ده، چې ورسره روښان بارکزی او شاهد کمال هم یوځای شوي دي.
د بوست ساتوونکي لوبډلې سره په نورو لوبغاړو کې ناصرجمال احمدزی، فضل ځاځې، منیراحمد، مسلم موسی، نسیم بړیڅ، نجات مسعود، سید شیرزاد، شاهد کمال، سمیع اغا، شاهد کمال، ظاهرخان، یونس احمدزی، رحیم منګل، باقي الله خان، ناصروحدت او عتیق الله شامل دي.
د دفاعلي اتلې سپین غر زمریان لوبډلې په اعلان سره په ۴ م پړاو شپږیزه شل اوریزه کرکټ سیالیو کې د ټولو ګډون کوونکو ۶ لوبډلو نوملړ اعلان شو، چې اوسمهال په خپلو زونونو کې په تمریناتوبوختې دي.
ټاکل شوې، چې د روان کال ۴ م پړاو شپږیزه شل اوریزه کرکټ سیالۍ به راتلونکې اونۍ د اګست میاشتې په ۹ مه نیټه په کابل-الکوزي کرکټ نړیوال لوبغالي کې پیل شي.
د سږکال په ټورنامنټ کې به د (سپین غرزمریان) کرکټ منتخبه لوبډله له خپلې تیرې اتلولۍ څخه دفاع کوي، چې کابل بازان لوبډلې ته په ماتې ورکولو سره یې ددویم ځل له پاره ترلاسه کړې ده.





