
د بیلا بیلو ورزشي رشتو د هڅو وروسته د افغانستان لپاره اخر هم د زورخانهاي فدراسیون ملي لوبدلې افغانستان ته له اسلامي هیوادونو سیالیو څخه لومړی ټيمي مډال او بیا ټول ۴ د برونز مډالونه ترلاس کړل.
د څلورم پړاو اسلامي هیوادونو سیالیو په ۱۰مه ورځ نن د افغانستان لهپاره د زورخانهاي ملي لوبډلې د ټيمي مډال ګټلو وروسته د افغانستان زورخانهاي لوبډلې لوبغاړو په انفرادي سیالیو کې د افغانستان لهپاره مشتاق حسن شریفي، احمد شکیب عطایياو حکیمالله بیګزاده د برونزو مډالونه وګټل.
د دې سیالیو په دوام پرون د افغانستان زورخاناي ملي لوبډلې په ګروپي توګه درېیم مقام او له دغه سیالیو څخه افغانستان ته د افغانستان په ګډون لومړی د برونز مډال ګټلی وو.
افغانستان په ۷ ورزشي رشتو کې د اذربایجان په څلورم پړاو اسلامي هیوادونو سیالیو کې برخه اخیستې ده خو یواځې زورخانهاي فدراسیون لوبډله او لوبغاړي تراوسه په مډالونو ګټلو بریالي شوي دي.
زورخانهاي وروستۍ او یواځینۍ افغان لوبډله وه، چې د المپیک ملي کمیټې او حکومت د بودیجې پرته په خپل مصرف دغو سیالیو کې د ګډون لهپاره لیږل شوې وه.
همدارنګه د ووشو په سیالیو کې د افغانستان لهپاره عبدالرزاق په ۴۸ کیلو ګرامه وزن کې خپل ترکمنستاني سیال ته ماتې ورکړه او د درېیم مقام په ګټلو سره یې د برونز مډال د افغانستان لهپاره ګټلی، خو لاهم د سپینو او سرو زرو مډال ګټلو لهپاره سیالۍ په مخ کې لري.
دا پهداسې حال کې ده، چی داذربایجان د پلازمینې «باکو» په کوربتوب د څلورم پړاو اسلامي هیوادونو سیالۍ اوسمهال د کوربه هیواد په مخکیوالي روانې دي چې له ۱۰۰ پورته مډالونه یې ګټلي دي.
د اذربایجان په پلازمینې باکو کې د اسلامي هیوادونو څلورم پړاو سیالۍ تیره اوونۍ د افغانستان په ګډون د ۵۶ اسلامي هیوادونو د لوبغاړو ترمینځ پیل شوی او ټاکل شوې ده، چې سبا د ۱۱ په زړه پورو ورځو لوبو وروسته په یو لړ مراسمو سره پای ته ورسیږي.
په پام کې ده، چې په څلورم پړاو اسلامي هیوادونو سیالیو کې د افغانستان څخه څه باندې ۹۰ لوبغاړو په بیلا بیلو ورزشي رشتو کې ګډون کړی وای، خو دا کار د حکومت لهخوا د بودیجې د نه ورکولو له کبله و نهشو.
د افغانستان المپیک ملي کمیټې لهخوا یواځې ۳۰ لوبغاړي د ځغاستې، تکواندو، ووشو، جودو، غیږ نیونې، لامبو وهنې او زورخانهاي ورزش په برخو کې اذربایجان ته ولیږل.





