په ننګرهار کې د غازي امان الله ښارګوټي مسوولین دعوه کوي، چې افغان کرکټ بورډ یې زرګونه ډالر قرضداره دی او په ورکړه کې یې ناغیړي کوي.
د ښارګوټي مسول فواد سلام وطندار سره په خبرو کې وویل، چې که څه هم د لوبغالي د (پویلین) چارې یې پای ته رسولي خو کرکټ بورډ ورته په غازي امان الله کرکټ لوبغالي کې د شویو پرمختیايي کارونو پیسې نه ورکوي.
د نوموړي په وینا چې په غازي امان الله کرکټ لوبغالي کې یې په نړیوال معیار برابر د لوبغاړو او لوړو پوړو چارواکو د ناستې ځای (پویلین) جوړ کړی دی خو لګښت یې تراوسه نه دی ترلاسه کړی.
ښاغلي فواد زیاته کړه چې د تړون له مخې یې یوه اندازه پیسې ترلاسه کړي دي خو لاهم څه کم ۲ سوه زره ډالر یې کرکټ بورډ قرضداره دی.
ویل کیږي چې ددې ښارګوټي یو شمیرساتوونکي تیره ورځ د سپین غر او بوست ترمینځ د الکوزي احمد شاه ابدالي ترنامه لاندې پیل شوي څلور ورځنۍ سیاليو پرمهال لوبغالي ته ددې له پاره ور ننوتل چې لوبغاړي له پویلین څخه وشړي خو د ختیځ زون مسول بختیار ساحل یې مخه ونیوله.
د غازي امان الله ښارګوټي چارواکي وايي چې افغان کرکټ بورډ تراوسه له یاد شرکت څخه (پویلین) نه دی تسلیم کړی؛ نو څرنګه اجازه ورکړي چې له تسلیمیدو څخه وړاندې وکارول شي.
د فواد په وینا چې دغه (پویلین) ۵ میاشتې وړاندې ګټې اخیستنې ته چمتو شوی دی، خو تراوسه افغان کرکټ بورډ نه تسلیم کړی اونه یې هم ددې رغول شوي ځاې پرانیسته کړې ده.
د نوموړي په وینا چې دوی له افغان کرکټ لوبغاړو سره ستونزه نه لري، ددوی ستونزه له کرکټ بورډ سره ده ، باید کرکټ بورډ (پویلین) زر تر زره تسلیم کړي او دوې ته خپلې پاتې پیسې ورکړي.
ښاغلي فواد زیاته کړه چې دوی همیش له کرکټ لوبغاړو سره همکاري کړې ده او دا ځل به هم لوبډلو ته اجازه ورکړي، چې په دې لوبغالي کې خپلې پاتې سیالۍ بې له ستونزې پرمخ یوسي.
په همدې حال کې د کرکټ پورډ ځای ناستي اجرایوي مشر دوست محمد نظري سلام وطندار سره په خبرو کې وویل چې د غازي امان الله کرکټ لوبغالي د (پویلین) د جوړېدو تړون د یاد شرکت او مالیې وزات ترمینځ لاسلیک شوی،افغان کرکټ بورډ په کې دخیل نه دی او باید مسولین د لوبغاړو مخه ونه نیسي.
د نوموړي په وینا چې لاهم په رغول شوي (پویلین) کې ځینې واړه کارونه پاتي دی او هیلمند دی چې د تړون په اساس رغیدلو سره به افغان کرکټ بورډ دغه (پویلین) ډیر ژر تسلیم او ګټې اخیستنې ته وړاندې کړي.





