د افغانستان کرکټ بورډ د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې د (الکوزي ملت بابا) ولایتي (ګریډ، ون) کرکټ سیالیو په دوام نن هم دوې لوبې ترسره شوې.
د کرکټ بورډ خپرې شوې خبرپاڼې له مخې، ننیو سیالیو کې لوګر لوبډله کوچیانو، خوست بیا کابل ته ماتې ورکړه.
خبرپاڼه لیکي، چې د لوګر او کوچیانو ترمنځ لوبه په سلیم کاروان لوبغالي کې ترسره شوه، چې پکې لوګرۍ لوبډلې کوچیانو لوبډلې ته په ۵۰ اوریزه لوبه کې د ۶ لوبغاړو په سوځېدو د محب الله د ۱۱۵ او ضیاالحق د ۹۸ منډو په مټ ستر د غره په څیر د ۳۷۸ منډو هدف ورکړ.
د خبرپاڼې له مخې، په ځوابي لوبه کې د کوچیانو لوبډلې سترګې هدف ته تورې شوې او ټوله لوبډله په ۳۶ م اور کې د ۱۵۵ منډو جوړولو وروسته ماتې ته تسلیم شوه.
د سیالۍ په پای کې ضیا الحق د ښکلې او برید کوونکې لوبې په مت ، چې ۹۸ منډې یې جوړې کړې وې د لوبې غوره لوبغاړی اعلان شو.
د کرکټ بورډ په خبرپاڼه کاږل شوي، په دویمه لوبه کی خوستۍ لوبډلې په زرملوال کرکټ لوبغالي کې کوربه لوبډله کابل ته د لومړي بیټینګ میلمستیا ورکړه.
د کابل لوبډلې له خوا که څه هم نورالحق ملکزي یو ځل بیا په کورني کرکټ کی خپل لیاقت وښود او په ۱۱۳ منډو یی سلیزه جوړه کړه، خو بیا هم د کابل لوبډله تر ۲۶۱ منډیو را ایساره شوه.
ټاکل شوی هدف خوستۍ لوبډلې د لوبې په وروستي اور او وروستي ویکټ د ۹ لوبغاړو په سوځېدو د ابراهیم او بسم الله د نیمه سلیزو په مټ ترلاسه کړ او په ۱ ویکټ یې کابل ته ماتې ورکړه.
شوکت ځدران، چې د خوست لپاره یې د کابل ۶ لوبغاړي سوځولي وو د لوبې غوره لوبغاړې اعلان شو.
ټاکل شوې ده د روانو سیالیو په دوام سبا هم د لومړي ګروپ لوګر ټيم په سلیم کاروان لوبغالي کې د لغمان سره او کوچیان لوبډله په زرملوال کرکټ لوبغالي کې له کابل لوبډلې سره په دوه لوبو کې د سیالۍ ډګر ته و وځي.





