افغانستان په فوټبال کې له ۳ هېوادونو مخکې شو

افغان فوټبال ملي لوبډلې د فوټبال په نوې نړیواله درجه‌بندۍ کې له ۳ هېوادونو مخکې شو. د فوټبال نړیوالې شورا «فیفا»  له‌خوا په نننۍ نوې اعلان شوې درجه‌بندۍ کې افغان فوټبال ملي لوبډله له ۱۵۸م مقام څخه ۱۵۵م مقام ته پورته شوې‌دی.

په نوې اعلان شوې درجه‌بندۍ کې افغانستان ته د کمبودیا خلاف د ماتې سره ـ سره د ۳ هېوادونو پر وړاندې مخکې شوی‌دی.

دا په‌داسې حال کې ده، چې افغان فوټبال ملي لوبډلې د کمبودیا خلاف د تېرې میاشتې رسمي نړیوالې سیالۍ مخکې په عربي اماراتو کې د مالدیف لوبډلې پر خلاف په نړیواله دوستانه سیالۍ کې بریا ترلاسه کړې‌وه.

د نړیوالې درجه‌بندۍ ترڅنګ افغان فوټبال ملي لوبډله په اسیایي درجه‌بندۍ کې ۲۹م مقام لري؛ خو د اسیا په نوي مرکزي زون کې یې تر اوسه سیالۍ نه‌ده کړې.

ټاکل شوې‌ده افغان فوټبال ملي لوبډله خپله راتلونکې نړیواله فوټبال سیالۍ د روان کال په سپټمبر کې د اردن خلاف وکړي.

افغان فوټبال ملي لوبډله اوسمهال د عربي اماراتو په کوربتوب ۲۰۱۹ کال فوټبال اسیایي جام سیالیو ته د لارموندنې په موخه په روان ټاکنیز پړاو کې د یوې مساوي او یوې ماتې وروسته څلورم مقام لري او اسیایي جام ته رسېدل یې ستونزمن ښکاري.

اسیایي جام ته د رسېدلو په موخه په غوراوي پړاو کې افغانستان په (اي) ګروپ کې لوبېږي، چې تر د دوه ـ دوه لوبو وروسته اردن لومړی، کمبودیا دویم او ویتنام درېیم مقام نیولی دی.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام