افغانستان د فوټسال لومړۍ لوبه تاجکستان ته وبایلله

د افغانستان فوټسال ملي لوبډلې و نه کړی شو، چې د اسیا فوټسال ټاکنیز پړاو سیالیو لومړۍ بریا ترلاسه کړي چې د کوربه لوبډلې پر وړاندې یې ماته وخوړه.

د اسیا فوټسال جام ته د مرکزي اسیا فوټسال لوبډلو ترمنځ د غوراوي پړاو سیالۍ نن د تاجکستان په کوربتوب د افغانستان، تاجکستان، ترکمنستان او قرغزستان فوټسال ملي لوبډلو ترمنځ پېل شوې.

د سیالیو د رسمي ویبپانې د معلوماتو له مخې، چې په روانو لوبو کې افغانستان خپله لومړۍ لوبه د تاجکستان خلاف ترسره کړه چې ۶ د ۵ ګولونو پر وړاندې کوربه لوبدلې وګټله.

ټاکل شوې ده، چې د افغانستان فوټسال ملي لوبډله اسیایي فوټسال سیالیو ته د لارې موندنې په موخه دویمه لوبه ټاکنیزه پړاو لوبه سبا د ترکمنستان فوټسال ملي لوبډلې خلاف ترسره کړي.

د افغانستان فوټبال فدراسیون له خوا خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي، چې د افغانستان فوټسال ملي لوبډله به سبا یک شنبه (نومبر ۱۵مه) غرمه ۱۰ نیمې بجې له ترکمنستان فوټسال ملي لوبډلې خلاف د لوبې ډګر ته ووځي.

ټاکل شوې ده، چې د روانو سیالیو وروستۍ لوبه به افغانستان له قرغزستان فوټسال ملي لوبډلې سره د روانې نومبر میاشتې په ۱۶ مه نیټه ترسره کړي.

د تاجکستان خلاف لوبه کې د افغانستان له پاره اکبرکاظمي دوه خو مهدي هاشمي ، حسین خادمي او مهدي نورزي ګولونه ترسره کړل خو افغان لوبډله یې بریا ته ونه رسوله.

دغه سیالۍ د اسیا وچې د ۲۶ هیوادونو ترمینځ په تاجکستان، مالیزیا، منګولیا او تایلینډ کې پیل شوي دي، چې ۱۶ لوبډلې به ترې د اسیا فوټسال جام سیالیو ته غوره شي.

په ترسره شویو سیالیو کې تراوسه ۱۲ لوبډلې له ټاکنیز پړاو څخه د اسیا فوټسال جام سیالیو ته رسیدلي دي او د پاتو ۴ لوبډلو برخلیک به د روانو سیالو په پایله کې معلوم شي.

د اسیا فوټسال فدراسیون زیاتوي، چې ټاکل شوې ده د ۲۰۱۶ م ز کال فوټسال سیالیو ۵ مخکښې لوبډلې به د کولمبیا په کوربتوب فوټسال نړیوال جام سیالیو ته لاره پیدا کړي.

د یادونې وړ ده، چې د تاجکستان په کوربتوب د فوټسال اسیایي ټاکنیز پړاو سیالیو ته د ښه تیاریو په موخه افغان فوټسال ملي لوبډلې روانه میاشت په ایران کې هم یوه اونۍ تمرینات ترسره کړل.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام