افغانستان په فوټسال اسیایي جام کې لوبېږي

د اسیا په ۲۰ کلنو فوټسال جام سیالیو کې د افغانستان فوټسال ملي لوبډلې سیالان معلوم شول او افغانستان به په «الف» ډله کې سیالي وکړي.

د اسیا فوټبال شورا په خپلې رسمي ټویټرپاڼې کې د سږ کال اسیا ۲۰ کلنو فوټسال جام سیالیو ته د لوبډلو پچه اچونه نن په خپل مرکزي دفتر کې چې د مالیزیا په پلازمېنه کولالمپور ښار کې دی، وکړه.

د پچې اچونې له مخې به افغانستان په لومړۍ ډله کې له ایران او هانګ‌کانګ ۲۰ کلنو فوټسال ملي لوبډلو سره ګروپي سیالۍ وکړي.

د اسیا ۲۰ کلنو فوټسال جام سیالیو کې به ټول‌ټال د فوټسال تر ټولو غوره ۱۲ لوبډلې په ۴ بېلابېلو ګروپونو کې سیالي وکړي چې په «ب» ګروپ کې به ټایلنډ، لبنان او قرغزستان، په «سي» کې به جاپان، وېتنام او تاجکستان او په وروستي (ډي) ګروپ کې به د عراق، اندونیزیا او چاینیزټايپي هېواد ۲۰ کلنې فوټسال ملي لوبډلې سیالي وکړي.

د فوټبال اسیایي شورا د اعلان له مخې به د سږ کال ۲۰ کلنو فوټسال جام سیالۍ د روان کال د جون میاشتې په ۱۴مه نېټه د ایران په کوربه‌توب په تبریز ښار کې پیل او په ۲۳مه نېټه به د اتلې لوبډلې په اعلان سره پای ته ورسېږي.

ټاکل شوې د سږ کال په ۲۰ کلنو فوټسال جام سیالیو کې د تېر ځل اتله ایرانۍ لوبډله په خپل کوربه‌توب له خپلې تېرې اتلولۍ نه دفاع وکړي.

د یادونې ده چې د افغانستان ۲۰ کلنې فوټبال ملي لوبډلې د «پلې‌اف» سیالۍ په ګټلو سره د سږ کال ۲۰ کلنو اسیایي فوټسال جام سیالیو ته د دویم ځل له‌پاره لار پیدا کړې ده.

افغانستان په ۲۰۱۷ کال کې د اسیا په ۲۰ کلنو لومړي پړاو فوټسال جام سیالیو کې ګډون کړی و چې په ټایلنډ کې وشوې او په خپل «الف» ګروپ کې یې برونایي، مالیزیا او بحرین ته ماتې ورکړې، خو د عراق او ټایلنډ په وړاندې یې ماتې وخوړه.

اړوند مطالب:

افغانستان د نړیوالو سیالیو لپاره د ساحلي فوټسال ملي لوبډله اعلان کړه

کابل کې د ژمني فوټسال ټورنمېنټ پیلېږي

افغانستان د لومړي ځل له‌پاره د اسیا فوټسال جام ته لاره پیدا کړه

افغانستان په لومړي پړاو ۲۰ کلنو فوټسال جام سیالیو کې په ۳ بریاوو او ۲ ماتو سره د ۹ امتیازونو پر مټ له عراق او وېتنام وروسته درېیم مقام ګټلی و.

د تېر کال په لومړي پړاو ۲۰ کلنو فوټسال جام سیالیو کې ایران عراق ته په ماتې ورکولو سره د اتلولۍ جام ګټلی و چی له دواړو لوبډلو وروسته وېتنام درېیم او ازبکستان بیا څلورم مقام ګټلی و.

د افغانستان له‌خوا په لومړي پړاو ۲۰ کلنو اسیایي فوټسال جام سیالیو کې جاوید حیدري په ۱۰ ګولونو سره دویم مخکښ ګول‌وهونکی و.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام