د چوپتیا سیالي؛ کله چې کڼې نجونې فوټبال کوي

په جوزجان کې یو شمېر کڼې نجونې چې له فوټبال لوبې سره یې مینه ډېره شوې وايي، په نړیوالو لوبو کې د برخې اخیستو لپاره په تمرینونو بوختې دي او غواړي وښيي چې معلولې نجونې کمزورې نه‌دي.

د کڼو نجونو روزونکې سمیرا ملکیار وايي، په جوزجان کې کڼې نجونې له یو کال راهیسې د فوټبال په لوبو بوختې دي چې شمېر یې له ۶ نه ۱۳ ته لوړ شوی دی. د نوموړې په وینا، دا لوبډله د سویډن کمېټې په مرسته جوړ شوی او په فوټبال فدراسیون کې د کڼو یوازینۍ لوبډله ده.

په شمال زون کې د سویډن کمېټې ټولنې ته د معلولیت ستنېدو څانګې مسوول محمدناصر کمال په سپورټي ډګرونو کې د ښځینه فوټبالرانو برخې اخېستو په اړه خوښي څرګندوي او وايي، اوس په جوزجان کې ۱۳ کڼې نجونې د فوټبال پر لوبو بوختې دي.

په جوزجان کې د ښځینه فوټبال فدراسیون کمېټي مسووله زولیا صمیمي په دغه ولایت کې د لوبو بېلابېلو برخو کې د ښځو پراخه ونډه ستايي او وايي، د هرې ورځې په تېرېدو سره د ښځو مینه له لوبو سره ډېرېږي او اوس یې شمېر ۸۵ کسانو ته رسېږي.

په جوزجان کې د ښځینه فوټبال فدراسیون کمېټې مسووله وايي، که نجونو ته لا ډېر فرصتونه برابر شي، هغوی کولای شي ډېر بریالیتوبونه ترلاسه کړي.

جوزجان د هېواد د هغو شمالي ولایتونو له ډلې یو دی چې د ټولنیزو ستونزو له موجودیت سره سره د لوبو په ډګر کې د ښځو ونډه ډېره ده.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام