شهزاد محمدي د خپلې خوښې لوبغاړي ډهوني پروا هم ونه کړه

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې وېکټ کیپربیټسمین شهزاد محمدي د زمبابوی پر خلاف په تاریخي سلیزه کې له یوه اړخه ریکارډونه جوړ کړل؛ تر څنګ یې د خپلې خوښې هندوستانی لوبغاړ مهندرسینګ ډهوني هم شاته پرېښود.

شهزاد محمدي د خپلې خوښې له هغه لوبغاړي مخکې شو، چې ۵ کاله وړاندې یې ورسره په ۲۰۱۰ کال شل اوریزه کرکټ نړیوال جام سیالیو کې روغبړ کول؛ د خپل کرکټي ژوند بهترینه شېبه یاده کړې وه.

په کرکټ کې د هندې د لوبډلې لوبغاړی د مهندر سینګ په څېر، مشهور افغان لوبغاړی شهزاد محمدي د زمبابوی پر خلاف په دویمه نړیواله شل اوریزه لوبه کې د تاریخي سلیزې په واسطه د اوسني کرکټ درېیم مخکښ منډه جوړوونکی وېکټ کیپر لوبغاړی وشمارل شو.

شهزاد محمدي د سریلانکا کمار سنګاکارا او نیوزیلینډ برینډن مکولم وروسته، په شل اوریزو لوبو کې ۱۰۰۰ منډې جوړې کړلې.

دغه کار په نړیوالو شل اوریزو لوبو کې هندوستاني مهندر سینګ ډهوني، پاکستاني کامران اکمل، انګلستاني جوزبټلر، بنګله دېشي مشفیق الرحیم، او نه هم د سویلي افریقا وېکټ کیپر ای بي ډي ویلیرز کړي دي.

شهزاد محمدي د زمبابوی پر خلاف د ۱۱۸ ناسوزېدلو منډو په جوړولو سره نه یوازې په شل اوریزو لوبو کې د افغانستان له پاره د لومړي لوبغاړي په توګه ۱۰۰۰ منډې پوره کړې، بلکې تر څنګ یې په نړیوال کرکټ کې لومړی بیټسمین شو، چې په شل اوریزه لوبه کې د دومره زیاتو منډو جوړولو سره سره ناسوزېدلی له میدان څخه وځي.

له دې وړاندې دغه ریکارډ له سویلي افریقایي اوپنر ریچرډ لیوي سره و، چې د نیوزیلینډ پر خلاف یې د نړیوالو شل اوریزو لوبو کې یې (زیاتې ۱۱۷) ناسوزیدلې منډې جوړې کړې وې، چې اوس ترې په دغه ریکارډ کې شهزاد مخکې شو.

دغه راز شهزاد محمدي د دویمې درجې هېوادونو په ډله کې په زیاتو منډو جوړولو هم بریالی شو او تر څنګ یې د دې هېوادونو په ډله کې لومړی لوبغاړی شو، چې د لوبې له پیله تر پایه ناسوزېدلی پاتې کېږي.

شهزاد محمدي د زمبابوی پر خلاف د ریکارډ تاریخي سلیزې په واسطه خپلې منډې د لومړي مقام لرونکي وېکټ کیپربیټسمین سریلانکایي کمار سنګاکارا د ۱۳۸۱ منډو او دویم مقام لرونکي وېکټ کیپربیټسمین نیوزیلینډي برینډن مکولم د ۱۳۵۲ منډو وروسته ۱۱۱۱ ته ورسولې.

د یادونې وړ ده، چې دواړو کمارسنګاکارا او برینډن مکولم له نړیوال کرکټ سره مخه ښه کړې ده، چې شهزاد محمدي په څوو نورو راتلونکیو شل اوریزو لوبو کې د کرکټ په تاریخ کې د لومړۍ درجه زیاتو منډو جوړوونکي وېکټ ساتونکي لومړی مقام نیولی شي.

د زمبابوی پر خلاف په تاریخي سلیزه شهزاد محمدي په ټولیزه توګه لومړی افغان، دویم دویمې درجې هېوادونو په ډله کې، پنځم اسیایي او ۱۵ م نړیوال کرکټر شو، چې په نړیوالو شل اوریزو لوبو کې په سلیزه بریالی کېږي.

شهزاد محمدي د زمبابوی پر خلاف په خپل کوربتوب، د یو ورځنیو سیالیو وروسته په شل اوریزو لوبو کې هم په ټولټال ۱۵۱ منډو د سیریز غوره لوبغاړی اعلان شو او زرګونه ډالره جایزې یې واخیستلې.

دغه راز شهزاد محمدي د افغانستان کرکټ تاریخ لومړی لوبغاړی دی، چې د شل اوریزو لوبو په نړیواله درجه بندۍ کې د لسو بهترینو لوبغاړو په کتار کې ۸ مقام ته ځان رسوي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام