افغانستان په ۲۰ اوریزې نړ‌ۍوالې درجه‌بندۍ کې بیا ۸م مقام ته ورسېد

د کرکټ نړۍوالی شورا (ای. سي. سي) له‌خوا د لوبډلو په نوې اعلان شوې درجه‌بندۍ افغانستان یو ځل بیا ۸م مقام ترلاسه کړی‌دی.

د خپرې شوې خبرپاڼې له‌مخې، افغانستان په نوې میاشتنۍ اعلان شوې درجه‌بندۍ کې یو امتیاز هم له لاسه ورکړی؛ خو دا چې سریلانکا ۴ امتیازونه له لاسه ورکړي؛ نو افغانستان ته د مخکې تګ چانس برابر شوی او د سریلانکا لوبډله یې ۹م مقام ته غورځولې ده.

د ۲۰۱۷ کال فېبرورۍ په ۷مه نېټه هم افغانستان د ۲۰ اوریزو لوبو په نړۍوالې درجه‌بندۍ کې له سریلانکا څخه ۸م مقام ترلاسه کړی چې بیا بېرته یې له لاسه ورکړ.

په‌دې درجه‌بندۍ کې یوازې هالینډ  ۴ او تر ټولو زیات امتیازونه ګټلي چې ۱۳م مقام لري؛ خو سویلي افریقا او ویسټ‌انډیز ۳ – ۳ امتیازونه اخېستي چې ۶م او ۷م مقام کې ځای لري.

پاکستان او اسټرالیا یو – یو امتیاز له لاسه ورکړی او هندوستان بیا ۲ امتیازه ګټلي چې لومړی، دویم او درېیم مقام یی ترلاسه کړی‌دی.

نیوزیلینډۍ کرکټ ملي لوبډلې ۴م او انګلستان بیا د ۲۰ اوریزې نړ‌ۍوالې درجه‌بندۍ په ۱۷ لوبډلو لېست کې ۵م مقام کې راغلی دی.

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د وروستي ځل له‌پاره په مارچ کې له زمبابوی سره په عربي اماراتو کې د ۲ شل اوریزو لوبو سیریز وکړ چې اتلولي یې په‌کې وګټله او ټاکل شوی‌ده، د جون په لومړۍ اوونۍ کې د ۳ شل اوریزو لوبو له‌پاره د بنګله‌دېشۍ کرکټ ملي لوبډلې کوربتوب وکړي.

کرکټ نړۍوالې شورا د تېرې اوونۍ په کلنۍ عمومي غونډې کې د هندوستان په کلکته کې پرېکړه وکړه چې له‌دې وروسته به ټول غړي هېوادونه د نړۍوالو شل اوریزو لوبو امتیاز ولري او په نړۍواله درجه‌بندۍ کې مخکې تللی شي.

د نړۍوالې شورا له لوري د ۵۰ اوریزو لوبو په نړۍواله درجه‌بندۍ کې بیا افغانستان د زمبابوی خلاف له بریاوو وروسته ۵ امتیازونه ګټلي چې ۱۰م مقام یې بېخي پوخ کړی او اوس‌مهال له ۹م مقام لرونکې ویسټ‌انډیزۍ کرکټ ملي لوبډلې سره یوازې ۶ امتیازه توپیر لري.

د ۵۰ اوریزه لوبو په اعلان شوی درجه بندۍ کی لومړی مقام انګلستان ترلاسه کړی چی ورپسی هندوستان دویم، سویلی افریقی دریم، نیوزیلینډ څلورم، اسټرالیا پنځم، پاکستان شپږم، بنګله دیش اووم، سریلانکا اتم او ویسټ انډيزنهم مقام له ځان لري.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام