.jpg)
د افغانستان ۲۰ کلنې فوټسال ملي لوبډلې د ۲ بریاوو په خپلولو سره د ۲۰۱۹ کال اسیا سترو ۲۰ کلنو فوټسال جام سیالیو ته لاره پیدا کړه.
د افغانستان فوټبال فدراسیون د معلوماتو لهمخې، افغانستان نن د مرکزي اسیا زون په (پلی اف) لوبه کې د تاجیکستان ۲۰ کلنې فوټسال ملي لوبډلې د یوې یو اړخیزې لوبې وروسته ۴ د یو ګول پر وړاندې ماتې ورکړه.
دا د افغانستان فوټسال په تاریخ کې لومړی ځل دی چې له افغانستانه فوټسال ملي لوبډله دومره سترو سیالیو کې لوبېږي.
د افغانستان لهپاره په نننۍ سیالۍ کې حسین موسوي دوه او حمید حسیني او فرزاد محمدي بیا یو ـ یو ګول ووهلو او افغانستان ته یې د اسیا په سترو فوټسال سیالیو کې د لوبېدلو چانس ترلاسه کړ.
.jpg)
د ۲۰۱۹ کال ۲۰ کلنو فوټسال جام سیالیو ته د لارموندنې په موخه د غوراوي پړاو سیالۍ د اوزبیکستان په پلازمېنې تاشکند کې وشوې چې په (الف) ګروپ کې افغانستان لومړۍ لوبه ۵ د صفر ګول پر وړاندې د ترکمنستان خلاف وګټله؛ خو دویمه لوبه کې یې د ایران ۲۰ کلنې فوټسال ملي لوبډلې پر وړاندې ۴ د ۲ ګولونو په اخېستلو ماتې وخوړه او د ګروپ دویم مقام پهخپلولو سره یې د (پلی اف) سیالۍ کې د لوبېدلو چانس ترلاسه کړ.
افغان فوټبال فدراسیون ۲۰۱۹ کال ۲۰ کلنو اسیایي فوټسال جام سیالیو ته د افغانستان ۲۰ کلنې فوټسال ملي لوبډلې په رسېدلو ټول افغان ولس ته مبارکي ویلې ده او دا یې د هېواد لهپاره ستر ویاړ ګڼلی دی.
.jpg)
دغه راز افغان ۲۰ کلنې فوټسال ملي لوبډلې د لومړي ځل لهپاره د اسیا سترو ۲۰ کلنو فوټسال جام سیالیو ته رسېدل د شکر سجدو په کولو سره ونمانځل.
د راتلونکي کال ۲۰ کلنو فوټسال اسیایي جام سیالیو ته د لارموندنې په سیالیو کې د افغانستان په ګډون د اسیا وچې د ۲۳ هېوادونو ۲۰ کلنې فوټسال ملي لوبډلې برخه لري چې د ډېسمبر له لومړۍ تر ۹مې نېټې په اوزبیکستان، منګولیا او عربي اماراتو کې په سیالیو بوختې دي او له ۴ واړو زونونو څخه به ۱۲ لوبډلې وروستي ټورنمېنټ ته لاره پیدا کړي.





