.jpg)
په کابل کې د رسنیو ترمنځ د "روژې جام" پیل شوې فوټسال سیالۍ له ۲ اوونیو په زړه پورې لوبو وروسته د ارزو تلویزیون فوټسال لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدلې.
د فوټبال فدراسیون د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، ارزو تلویزیون فوټسال لوبډلې د دې سیالیو په پاې لوبه کې د نورین تلویزیون فوټسال لوبډلې ته ماته ورکړه.
د دواړو لوبډلو ترمنځ د تېرې شپې پاې لوبې لومړۍ نیمه کې ارزو تلویزیون ۲ د ۱ ګول په وړاندې مخکېوالی درلود، چې په دویمه نیمایي کې هم یادې لوبډلې ۱ بل ګول ترسره کړ او ۳ د ۱ ګول په وړاندې یې د رسنیو ترمنځ د روژې جام فوټسال سیالیو اتلولي وګټله.
د اتلې ارزو لوبډلې ترڅنګ نورین لوبډلې دویم او طلوع فوټسال لوبډلې بیا د ګډون کوونکو ۲۰ لوبډلو په کتار کې دریم مقام ترلاسه کړ.
.jpg)
د رسنیو ترمنځ د روژې جام فوټسال سیالۍ د روژې میاشتې په دویمه اوونۍ کې د افغانستان فوټبال فدراسیون په نوښت او لګښت د فوټسال په ورزشي جمنازیوم کې پیل شوې وې.
په دې سیالیو کې د کابل د ۲۰ بېلابېلو رسنیو فوټسال منتخبو لوبډلو برخه اخیستې وه او ۴ ګروپونو کې یې سیالۍ وکړلې.
افغان فوټبال فدراسیون ویلي، د دغه سیالیو د ترسره کولو موخه د فوټسال وده او په ورزش کې د رسنیو رول په ګوته زیاتول و، چې په پاې کې ګټوونکې لوبډلې ته د اتلولۍ جام او غوره لوبغاړو ته نورې جایزې ډالۍ شوې.
د اتلې ارزو تلویزیون لوبډلې لوبغاړي محسن رضایي ته د ټورنامنټ د غوره لوبغاړي، د ښاروالۍ نشراتو لوبډلې ته د اخلاقو جایزه او د طلوع تلویزیون فوټسال لوبډلې لوبغاړی علي رضا مهدي ته د غوره ګول وهونکي جایزې ورکړل شوې.





