
احمد سیر ادیب د هندوستان په کوربتوب د غړو ښکلا په نړیوالو سیالیو کې د سلګونه لوبغاړو په کتار کې ۷م مقام ترلاسه کړ.
د افغانستان د غړو ښکلا او فټنس فدراسیون لخوا د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، د هندوستان په کوربتوب د ( فیټ فکټور پاډي پاور) ترنامه لاندې د غړو ښکلا په دې سیالیو کې د نړۍ ۷۰۰ لوبغاړو برخه اخیستې وه.

د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، دممبۍ ښار په کوربتوب یادې سیالۍ د غړو ښکلا نړیوال فدراسیون لخوا په نوې او ازاده بڼه د تیر یوه کال راهیسې ترسره کیږي.
فدراسیون زیاتوي، د ۳ ورځو په دې سیالیو کې د لوبغاړو وزن، قد او نورو پخوانیو شرایطو ته نه کتل کیږي او په ازاده بڼه پهکې لوبغاړي خپل بدن، لباس، جذابیت، شخصیت او خپل حرکات نندارې ته وړاندې کوي او د مسلکي لوبڅارانو لخوا د اتلولۍ لهپاره څارل کیږي.

د افغانستان د غړو ښکلا فدراسیون په وینا، د سیالیو لوبڅاران ګډون کوونکي لوبغاړي په لس کسیزو ډلو ویشي او د هرې ډلې څخه یو لوبغاړی بل پړاو ته نوموړي او دغسې د سیالیو وروستۍ ۱۰ کسیزه ډله اعلانیږي.
د افغانستان غړو ښکلا فدراسیون د نړۍ د ۷ سوه لوبغاړو په کتار کې په ۱۰ غوره لوبغاړو کې د افغان احمد سیر ادیب اعلان روان ۲۰۱۷ کال کی ددغه فدراسیون لومړۍ لاسته راوړنه یاده کړې ده.
د یادو سیالیو په پای کې ۳ تنو غوره لوبغاړو ته له لومړي څخه نیولی تر درېیم مقام پورې د اتلولۍ جامونه او نورې ډالۍ ورکړل شوې.





