.jpg)
د افغانستان کرکټ بورډ یو لوړ پوړي پلاوي په کندز ولایت کې د خیریه ۲۰ اوریز کرکټ لوبې څخه راټولې شوې مرستې په اړمنو کورنیو ووېشلې.
د افغانستان کرکټ بورډ ځای ناستي عمومي مشر عزیز الله فضلي نن سه شنبې د (نومبر پر لومړۍ) په کندوز کې جوړې شوې غونډې ته وویل، چې په کابل کې یې د خیریه کرکټ سیالۍ څخه نږدې ۳ میلیونه افغانۍ مرستې ترلاسه کړې دي.
نوموړي زیاته کړه، راټولې شوې مرستې به د کندوز ولایت د وروستیو جنګونو له کبله په ۶ سوو کورنیو ووېشل شي.
په هرې اړمنې کورنۍ یوه بوجۍ اوړه، یو ټیم غوړي، یو بوجۍ وریجې او یو من لوبیا ووېشل شوه.
د ښاغلي فضلي پر وینا، د افغانستان کرکټ بورډ له خیریه کرکټ سیالۍ وروسته کندوز ته یو هیات رالېږلی و، چی د جنګ ځپلو او بې ځایه شویو خلکو نوملړ برابر کړي.
د کرکټ بورډ ځای ناستي عمومي مشر دغه راز په کندوز ولایت کې د یو معیاري کرکټ لوبغالي د جوړولو غوښتنې ته په ځواب کی ټټر ووهلو؛ خو زیاته یې کړه، چې ځمکه او یا اوسنی لوبغالی په رسمي توګه له اسنادو سره دوی ته په واک کی ورکړل شي، چې دوی پرې پانګونه وکړي او معیاري لوبغالی جوړ کړي.
.jpg)
فضلي د دې ترڅنګ وویل، راتلونکې کال به د کندوز د اوسني کرکټ لوبغالي د شینوالي او دوه د خاور پیچونو د جوړولو له پاره بودیجه ځانګړې کړي.
ده دغه راز زیاته کړه، چې د افغانستان کرکټ بورډ اداره او ملي لوبغاړي به د تل له پاره د هیوادوالو په خدمت کي دي.
همدارنګه د امو زون کرکټ مسوول ډاکټر نورعالم فرید هم د افغانستان کرکټ بورډ له نوښته مننه وکړه او زیاته یې کړه، کرکټ او نور ورزشونه یوازیني ارزښتونه دي، چې هېوادوالو ته د خوشالۍ تر څنګ د یووالي پيغام ورکوي.
د یادونې ده، چې تېر کال هم افغان کرکټ بورډ د کندوز ولایت جنګ ځپلو او بې ځایه شویو هېوادوالو ته د مرستې راټولنې په پار کرکټ سیالۍ کړې وې.
کرکټ بورډ اعلان کړی، چې د هلمند او روزګان ولایتونو د جنګ ځپلو له پاره به د مرستی راټولنې بله ۲۰ اوریزه کرکټ سیالي د راتلونکې جمعې پر ورځ د نومبر پر ۴ مه نېټه په کابل کی پیل کړي.





