.jpg)
د افغانستان د تکواندو، اټلاټیک او سوکوهنې لوبغاړي نن د ارجنټاین په کوربتوب د ځوانانو په نړۍوالو المپیک سیالیو کې د ګډون لهپاره دې هیواد ته رخصت شول.
دا درې افغان لوبډلې نن د افغانستان د بدني روزنې او المپیک ملي کمېټې له رییس حفیظالله ولي رحیمي سره له لیدنې وروسته د ارجنټاین د پلازمېنې بونس ایریس په لور روانې شوې.
د افغانستان د بدني روزنې ریاست د رسنیو څانګې مسوول عارف پیمان سلام وطندار سره په خبرو کې وویل، د ارجنټاین په کوربتوب د ځوانانو په نړۍوالو المپیک سیالیو کې به ټولټال ۳ افغان لوبغاړي ولوبېږي.
د نوموړي په وینا، د افغانستان لهخوا نثار احمد عبدالرحمیزی د تکواندو په برخه کې د افغانستان یوازینی استازی دی چې د تونس په کوربتوب د سږکال غوراوي پړاو ګټلو وروسته یې دغه سیالیو ته لاره پیدا کړېده.
.jpg)
دغه راز ۲ نور افغان لوبغاړي به د افغانستان په استازیتوب په اټلاټیک کې ښځینه لوبغاړې نازيې یاري په ۱۰۰ متره واټن کې او د سوکوهنې برخه کې سلطان محمود نعیمي سیالۍ وکړي او دا به لومړی ځل وي چې د ځوانانو المپیک سیالۍ به د اسیا وچې بهر په امریکا کې کېږي.
د ارجنټاین په کوربتوب د ځوانانو په ۳م پړاو نړۍوالو المپیک سیالیو کې د افغانستان په ګډون د ۲۰۶ غړیو هېوادونو نږدې ۴ زره لوبغاړي په ۳۲ بېلابېلو ورزشي رشتو کې سیالۍ کوي.
دا سیالۍ د روانې اکتوبر په ۶مه د ارجنټاین په پلازمېنې کې پیلېږي او د همدی میاشتې تر ۱۸مې به روانې وي چې لوبغاړي به پهکې د سرو زرو، سپینو زرو او برونزو مډالونو ګټلو لهپاره سیالۍ وکړي.
د افغانستان لوبغاړیو لهدې مخکې په ترسره شویو ۲ پړاونو کې له لوبېدلو سره ـ سره کوم مډال نهدی ګټلی.





