راشدخان د «ای سي سي» په غوره کلنۍ لوبډله کې اعلان شو

 

کرېکټ نړ‌ۍوالې شورا (ای سي سي) د ۲۰۱۸ کال غورو لوبغاړیو په جایزو ونازول چې د هند کرېکټ لوبډلمشر په‌کې یوه شپه د دې شورا په تاریخ کې په یو وار تر ټولو ډېرې (۳) سترې جایزې ترلاسه کړې.

ویرات کوهلي د نړۍوالې شورا له‌خوا د شل‌اوریزو، پنځوس اوریزه او ټېسټ لوبو د غوره لوبغاړي کلنۍ جایزې ترلاسه کړې.

همدارنګه ویرات کوهلي د کال غوره لوبډلمشره، د کال غوره ټېسټ او پنځوس اوریزو لوبو لوبډلمشر په توګه هم اعلان شوی‌دی او دویم ځل دی چې د کال غوره لوبغاړي جایزه ګټي.

که څه هم هم د کرېکټ په ډګر کې د ۲۰۱۸ کال په کارګردګیو سره کوم افغان لوبغاړي ته د کرېکټ نړۍوالې شورا کومه جایزه نه‌ده ورکړې؛ خو راشد خان د یوازیني لوبغاړي په توګه له «ای سي سي» سره د ۵۰ اوریزو لوبو په غوره ۱۱ کسیزې لوبډلې کې ځای خپل کړی‌دی.

د راشد خان ترڅنګ د ۵۰ اوریزو لوبو په غوره لوبډله کې ـ چې لوبډلمشري یې هندی لوبډلمشر ویرات کوهلي ته ورکړل شوې ـ هندیان؛ روهیت شرما، جسپریت بومرا او کلدیپ یادیف، انګلستانیان؛ جوز بټلر، جوني بیریسټو، جو روټ او بین سټوکس، نیوزیلینډي؛ راز ټېلر او بنګله‌دېشی مستفیظ الرحمان شامل دي.

راشد خان ته له‌دی کبله د کال په غوره ۵۰ اوریزې لوبډلې کې ځای ورکړل شوی چې تېرکال د نړۍ مخکښ بالر و چې له نورو بالرانو یې ۴۸ ډېرې وېکټی ترلاسه کړې‌وې.

د تېرکال د غوره ټېسټ لوبډلې لوبډلمشر هم کوهلي ته ورکړل شوې‌وه چې هندیان؛ جسپریت بومرا او ریشب پنټ، نیوزیلنیډيان؛ ټام لیتم، کین ویلیمسن او هینري نیکولاس، سریلانکایي؛ دیموت کرونرتني، اسټرالوي نیتن لاین، ویسټ انډيزی؛ جیسن هولډر، سویلي افریقایي؛ کاګیسو رباډا او پاکستانی محمد عباس په‌کې شامل وو.

همدارنګه د تېرکال ځوان غوړېدونکي لوبغاړي جایزه هندي ریشب پنټ ته، د غوره شل اوریزې لوبې کلنۍ جایزه په ۷۶ بالونو باندې د ۱۷۲ منډو وهلو له کبله اسټرالوي ارون فینچ ته، د دویمې درجې هېوادونو غوره لوبغاړي جایزه سکاټلینډي کالم مکولویډ ته او د غوره لوبڅار کلنۍ جایزه سریلانکایي کمارا درمسینا ته ورکړل شوې‌وه.

دیادونې وړ ده چی دا د پخواني سریلانکایي سپنر بالر او اوسني بهترینه لوبڅار درمسینا په لوبڅارۍ تاریخ کې دویم ځل شو چې د کال بهترینه لوبڅار جایزه ګټي.

د غه راز د کرېکټ لوبې د اصولو مراعتولو او روحیی ساتلو کلنۍ جایزه بیا نیوزیلینډي کپتان کین ویلیمسن ته ډالۍ شوه چې میدان دننه او بهر یی د کرېکټ لوبې بهترینه رویه خپله کړی وه.

د تیرکال په بهترینه شیبو کې د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې له خوا د زمبابوی په کوربتوب غوراوي پړاو سیالیو ګټلو او روان کال نړیوال جام ته درسیدو شیبه هم کاندیده وه چې بیا د مینه والود رایو په اساس د هندوستان ۱۹ کلنې لوبډلې دغه جایزه وګټله چې تیرکال یی د ۴م ځل له پاره د ۱۹ کلنو نړیوال جام اتلولي وګټله.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام