
پخوانی کپتان نوروزمنګل د راتلونکي احتمالي (ایشیا کپ) او دغه راز دهندوستان په کوربتوب شپږم پړاو شل اوریزه کرکټ نړیوال جام له پاره له ملي لوبډلې کینول شوی دی.
دا به لومړی ځل وي چې افغان کرکټ ملي لوبډله په کوم نړیوال جام کې د پخواني کپتان نوروزمنګل پرته لوبې کوي.
دغه راز په حیرانوونکې توګه د دواړو شل اوریزه او پنځوس اوریزه (فارمیټ) له پاره اقتصادي بالر میرویس اشرف د احتیاطي لوبغاړي په توګه غوره شوی دی.
د کرکټ بورډ له خوا سلام وطندار ته په رالیږل شوې خبرپاڼه کې دخپل عمومي مشر نسیم الله دانش له خولې لیکلي، چې د کرکټ بورډ غوراوي کمیټه (سلیکشن کمیټه) یوه خپلواکه کمیټه ده او په خپلو چارو کې بشپړ خپلواکي لري.
د نوموړي په وینا هغو لوبغاړو ته یې راتلونکو شل اوریزه ایشیا کپ او شل اوریزه کرکټ نړیوال جام سیالیو کې د لوبیدو چانس ورکړی چې ښه ځلیدلي وو.
دغه راز د کرکټ بورډ خبرپاڼې د خپل اجرایوي مشر شفیق الله ستانکزي له خولې لیکلي چې ملي لوبډله اوس مهال په هندوستان کې خپلو راتلونکو سیالیو ته په چمتووالي بوخته ده.
د کرکټ بورډ خبرپاڼه زیاتوي چې ټاکل شوې ده اعلان شوې لوبډله به د روانې فیبرورۍ میاشتې په ۱۸ مه نیټه د بنګله دیش په کوربتوب د ایشیا کپ په ټاکنیز پړاو اوپه دې سیالیو کې د اتلولۍ په خپلولو سره په لومړي پړاو شل اوریزه (ایشیا کپ) سیالیو کې هم ولوبیږي.

دغه راز لوبډله به په دغه سیالیو کې د لوبیدو وروسته راتلونکې مارچ میاشت هندوستان ته سفر وکړي چیرته چې به د ۶ پړاو شل اوریزه کرکټ نړیوال جام سیالیو په لومړي پړاو لوبو کې له زمبابوي، هانګ کانګ او سکاټلینډ لوبډلو سره لوبې ترسره کړي.
د ورکړل شویو معلوماتو له مخې د نړیوال جام په لومړي پړاو سیالیو کې د اتلولۍ ګټلو وروسته به افغانستان د نیوزیلینډ ، سویلي افریقې، ویسټ انډیز او سریلانکا لوبډلو سره د لوبیدو په موخه د نړیوال جام دویم پړاو ته لاره پیدا کړي.
شل اوریزه ټاکنیزپړاو ته په اعلان شوی لوبډله کی کپتان اصغرستانکزی، نورعلي ځدران ، شهزاد محمدي، شاپورځدران، دولت ځدران ، نجیب الله ځدران، ګلبدین نایب ، محمد نبي عیسی خیل، شفیق الله شفق، سمیع الله شینواری، عثمان غني،حمزه هوتک، راشد ارمان شینواری ، یامین احمدزی اوکریم صادق شامل دي.
د دغو سیالیو لپاره په احتیاطي لوبغاړو کی بیا میرویس اشرف، نجیب ترکی، فرید ملک او روښان بارکزی اعلان شوي.
دغه راز شل اوریزه کرکټ نړیوال جام ته بیا پورته لوبډله ده یامین احمدزي په ځای حمید حسن ته دلوبیدو چانس ورکړل شوی.
همدا ډول د نړیوال جام په احتیاطي لوبغاړو کې یامین احمدزی ، روښان بارکزی، نجیب ترکی او میرویس اشرف اعلان شوي دي.





