افغانستان د هنډبال په اسیایي سیالیو کې خپل سیالان مات نه شو کړی

د افغانستان نارینه او ښځینه هنډبال ملي لوبډلو روانه اونۍ د بنګله دېش په کوربتوب اسیایي هنډبال سیالیو کې ګډون کړی وو.

د افغانستان د هنډبال فدراسیون سکرترجنرال جاوید خاور سلام وطندار سره په خبرو کی وویل، افغانستان په دې سیالیو کې یوازې مالدیف ته ماتې ورکړه او پاتې سیالۍ یې خپلو سیالانو ته وبایللې.

د خاور په وینا، د نارینه برخې په سیالیو کې افغانستان لومړۍ لوبه نیپال ته وبایلله، خو په دویمه لوبه کې مالدیف ته ماتې ورکړه او د مخکې تګ چانس یې پیدا کړ.

نوموړي زیاته کړه، افغانستان په وروستۍ لوبه کې د پیاوړې پاکستانۍ لوبډلې خلاف د لوبې ډګر ته ووت، چې ۲۰ د ۴۰ ګولونو په وړاندې ماتې وخوړه او په سیالیو کې د مخکې تګ چانس له لاسه ورکړ.

دغه راز د افغانستان ښځینه هنډبال ملي لوبډلې بیا لومړۍ لوبه ۱۶ د ۱۸ ګولونو په وړاندې د سریلانکا خلاف او دویمه لوبه ۷ د ۳۴ ګولونو په وړاندې کوربه بنګله دېشۍ هنډبال ملي لوبډلې ته وبایلله او په روانو سیالیو کې له مخکې تګ پاتې شوه.

د سویلي او مرکزي اسیا هنډبال ملي لوبډلو ترمنځ د ښځینه او نارینه سیالۍ د یوې اونۍ له پاره د بنګله دېش په کوربتوب ترسره شوې.

په دې سیالیو کې د افغانستان د ۲ لوبډلو په ګډون د ۷ هېوادونو ښځینه او نارینه هنډبال ملي لوبډلو برخه اخیستی وه، چی هندوستان د اتلولۍ څخه دفاع کوي.

د هنډبال فدراسیون سکرترجنرال وايي، د افغانستان هنډبال ملي لوبډله سبا بېرته هېواد ته راستنېږي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام