.jpg)
ایټالوي کلپ روما فوټبال لوبډلې له لومړۍ ماتې سره ـ سره مېلمه بارسلونا فوټبال کلب ته ۳ د صفر ګول پر وړاندې ماتې ورکړه چې د ډېرې حیرانتیا له کبله یې په لوبغالي کې دننه او بهر مینهوال وژړول.
روما فوټبال کلب سیالۍ په څلور ـ څلور ګولونو لوبه برابره کړه؛ خو دا چې تېره اوونۍ یې د بارسلونا په کوربتوب په «نوکمپ» لوبغالي کې یو ګول وهلی و او ګټونکې اعلان شوه.
روما لوبډلې د فوټبال نړۍ دغه مشهوره کلب بارسلونا په روانو اروپایي چمپینزلیګ سیالیو کې له مخکې تګ وغورځوله او پهخپله یې ۳۴ کاله وروسته نیمهپایلوبې ته لاره پیدا کړه.
.jpg)
لهدې مخکې د داوړو لوبډلو ترمنځ د تېرې اوونۍ لومړۍ تګ پړاو (کوارټرفاینل) لوبه کې بارسلونا ۴ د ۱ ګول پر وړاندې مېلمنې روما لوبډلې ته ماتې ورکړېوه.
دا له ۱۹۸۴ کال وروسته لومړی ځل شو چې روما لوبډلې د اروپا اتلانو لیګسیالیو نیمهپایلوبو ته لاره پیدا کړه چې په ۶مه دقیقه کې ډيزیکو، په ۵۸مه دقیقه کې ډيروسي او په ۸۲مه دقیقه کې مانولیس په ګټته ګولونه ووهل.
روما فوټبال کلب د چمپینزلیګ سیالیو په تاریخ کې له ډیپورټیف او بارسلونا کلپونو وروسته کلب شو چې لومړۍ لوبې کې ۳ یا لهدې زیاتو ګولونو خوړولو او ماتې سره ـ سره په راتګ پړاو لوبه کې د بریا په خپلولو مخکې ځي.
بارسلونا فوټبال کلپ چې ۵ ځلې یې د اروپا اتلانو فوټباللیګ اتلولۍ ګټلي؛ له کوره بهر په وروستیو ۵ سیالیو کې یې پهخپلې یوازې یو ګول کړی؛ خو ۱۰ ګوله یی خوړلي دي.
.jpg)
دغه راز د بېګا شپی په دویمه راتګ پړاو کوارټرفاینل لوبه کې لیورپول لوبډلې یو ځل بیا د روانو انګلستان فوټبال غورهلیګ مخکښې مانچسټرسیټي لوبډلې ته په وروستۍ یوه اوونۍ کې د دویم ځل لهپاره ماتې ورکړه او ۲ د یو ګول د بریا پهواسطه یې ټولټال ۵ د یو ګول پر وړاندې ستر بری سره د روانو چمپینزلیګ (سیمي فاینل) ته لاره پیدا کړه.
دا په وروستیو ۱۰ کلونو کې لومړی ځل شو چې انګلستانی کلپ د شپږم ځل اتلولۍ ګټلو لهپاره د روانو چمپینزلیګ فوټبال سیالیو (سیمي فاینل) ته ورسېدله.
د روانو اروپا کلپونو اتلولۍ سیالیو په راتګ پړاو ۲ نورو کوارټرفاینل لوبو کې نن شپه ۱۱ بجې او ۱۵ دقیقې اسپانوي ریال ماډریډ لوبډله له لومړي بري وروسته د ایټالوي کلب یونټوس او الماني کلپ بایرن مونیخ بیا د لومړۍ بریا وروسته د اسپانوي کلب سویلا لوبډلې کوربتوب کوي.





