افغانستان د راتلونکې پنجشنبې په ورځ له تایلینډ سره لوبېږي

ټاکل شوې ده، چې د افغانستان فوټبال ملي لوبډله په یوه دوستانه فوټبال لوبه کې د سپټمبر میاشتې په ۳ مه نېټه له تایلینډۍ فوټبال ملي لوبډلې سره د لوبې ډګر ته ووځي.

د افغانستان فوټبال فدراسیون سکرترجنرال سیدعلي اقازاده سلام وطندار راډیو سره په خبرو کې وویل، چې ملي لوبډله به سبا له کابل څخه د تایلینډ پلازمینې (بنکاک) ته روانه شي.

د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، چې د افغانستان او تایلینډ فوټبال ملي لوبډلو ترمنځ به دغه دوستانه لوبه د راتلونکې پنجشنبې په ورځ د افغانستان په وخت مازدیګر ۴ نیمې بجې پېل شي.

د اقازاده په وینا، چې په افغان ۲۳ کسیزه لوبډله کې د پخوانيو تجربه لرونکو لوبغاړو ترڅنګ ځوانو لوبغاړو ته هم د لوبېدو موقع ورکړل شوې، چې ۶ لوبغاړي له هیواد څخه او پاتې ۱۷ لوبغاړي له بهرنیو هیوادونو څخه غوره شوي دي.

هغه وايي، دغه لوبه یې د سپټمبرمیاشتې په ۸ مه نیټه له جاپانۍ فوټبال ملي لوبډلې سره د کیدونکې مهمې نړېوالې سیالۍ له پاره د ښه چمتووالي په موخه برابره کړې ده.

دا به لومړی ځل وي، چې د افغانستان فوټبال ملي لوبډله په خپل فوټبال تاریخ کې د تایلینډ پر وړاندې لوبه ترسره کوي.

ټاکل شوې ده، چې د افغانستان فوټبال ملي لوبډله د سپټمبر میاشتې په ۸ مه نیټه د روسیې په کوربتوب ۲۰۱۸ م ز کال فوټبال نړېوال جام سیالیو ته دلارې موندنې په موخه د اسیا په لومړي پړاو ټاکنیزو سیالیو په دوام په خپل (اي) ګروپ کې دریمه لوبه له جاپان فوټبال ملي لوبډلې سره ترسره کړي.

په روانو لوبو کې افغانستان تراوسه ۲ لوبې کړي، چې کمبودیا ته یې ۰-۱ ماتې ورکړې، خو له سوریې څخه یې ۰-۶ ماتې خوړلې ده او په خپل ګروپ کې دریم مقام له ځان سره لري.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام