د هندوستان کرېکټ ملي لوبډلې د لومړي ځل لپاره په خپل ټېسټکرېکټ تاریخ کې د کوربه هېواد اسټرالیا د کرېکټ له ملي لوبډلې نه د اتلولۍ جام وګاټه.
د هند کرېکټ ملي لوبډلې په ۴ ټېسټ لوبو کې ۲ وګټلی او یوه یې وبایلله، خو بله یی مساوي کړه چې ۲ د ۱ بریا په مټ یې په خپل کرېکټ تاریخ کې د لومړي ځل لپاره په اسټرالیا کې ټېسټ سېریز وګاټه.
دغه راز هندوستان د ویراټ کوهلي د لوبډلمشرۍ پر مهال ۷۲ کاله وروسته لومړی اسیایي هیواد شو چې په اسټرالیا کې له اسټرالوي کرېکټ ملي لوبډلې نه د ټېسټ لوبو د اتلولۍ جام ګټي.
ویراټ کوهلي چې دغه ویاړ یې خپل کړی، دا د خپل ۱۰ کلن کرېکټ په تاریخ تر ټولو ویاړلې شېبه یاده کړه چې په پایله کې یې پوجارا او بومرا په ګډه د سیریز غوره لوبغاړي اعلان شول.

د یادونې ده چې پوجارا په ټول ټېسټ سیریز کې تر ټولو ښه لوبه وکړه او د ۳ سلیزو او ۱۹۴ زیاتو منډو په مټ یې ۵۲۱ منډې جوړې کړې او د هندۍ لوبډلې اتل و.
د پاکستان کرېکټ ملي لوبډلې هم د هند په څېر په اسټرالیا کې ۱۲ ټېسټ سیریزونه ترسره کړي، خو تراوسه یې په یاد هېواد کې د ټېسټ لوبو د اتلولۍ جام نهدی ګټلی.
بلهخوا د سریلانکا کرېکټ ملي لوبډلې د خپل کرېکټ په تاریخ کې په اسټرالیا کې ۶ ټېسټ سیریزونه او بنګلهدیش بیا یوازې ۱ ټېسټ سیریز کړی چې ټول یې د اسټرالیا لوبډلې ته بایللي دي.
د اسیا کرېکټ د ۴ لوبډلو له لوري له ۱۹۴۷ کال راهیسې ټولټال ۳۱ ټېسټ سفرونه اسټرالیا ته شوي چې ټولو اسیایي لوبډلو په ترسره شویو ۹۸ ټېسټ سیالیو کې یوازې ۱۱ ګټلي او ۶۶ نور یې بایللي دي.
د هند کرېکټ ملي لوبډله له سوېلي افریقا، انګلستان، وېسټانډيز او نیوزیلنډ وروسته پنځمه لوبډله ده چې په اسټرالیا کې یې ټېسټ سیریز وګاټه.






