افغانستان په کرکټ کې له بشپړ غړیتوب لرونکې زمبابوی غچ واخېست

افغان کرکټ ملي لوبډلې د زمبابوی پر خلاف په روانو نړیوالو پنځوس اوریزو سیالیو کې دویمه لوبه کې د محمد نبي عیسی خېل د لومړۍ سلیزې په واسطه ستره بریا تر لاسه کړه.

د افغانستان کرکټ بورډ له خوا سلام وطندار ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې افغانستان کوربه لوبډلې زمبابوی ته په ۵۸ منډو ستره ماتې ورکړه او په دې سره یې د لومړۍ سترې ماتې غچ واخېست.

د خبرپاڼې له مخې، پخواني افغان کپتان محمد نبي عیسی خېل چې په درېیم مقام لوبې ته راښکته شو؛ د خپل نړیوال کرکټ لومړۍ سلیزه یې جوړه کړه او د لوبې غوره لوبغاړی اعلان شو.

د ورکړل شوو معلوماتو له مخې، د پرون ورځې په دویمه نړیواله پنځوس اوریزه لوبه کې افغان لوبډلې د پچې په ګټلو سره لومړۍ لوبه وکړه.

د افغان کرکټ لوبډلې له خوا محمد نبي عیسی خېل د ۶ شپږیزو په وسله د ۱۱۶ او نورعلي ځدران د ۶۰ منډو په کولو سره افغانستان په پوره ۵۰ اورونو کې د ۶ لوبغاړو له مخې نه په لېرې کولو سره ۲۷۱ منډې جوړې کړې.

د کرکټ بورډ خبرپاڼه زیاتوي، چې له ښکلې توپ وهنې وروسته افغان توپ اچوونکو زمبابوی ته د هدف تر لاسه کولو هیڅ موقع ورنه کړه او په ۴۷م اور کې یې په ۲۱۳ منډو سره د زمبابوی لوبه راټوله کړه.

د نبي عیسې خېل او نورعلي تر څنګ کپتان اصغر ستانکزي ۳۹ منډې، خو دولت ځدران، افتاب عالم او سمیع الله شینواري بیا دوه – دوه لوبغاړي وسوځول.

دغه راز د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې له پاره لومړۍ لوبه کوونکي راشد ارمان شینواري هم د لوبې د غوره لوبغاړي نبي عیسی خېل او امیر حمزه هوتک په څېر په خپل وار په پوره ۱۰ اورونو کې یواځې د ۳۰ منډو په ورکولو سره ۱ سیال لوبغاړی اوټ کړ.

اوس مهال د دواړو لوبډلو تر منځ روانې نړیوالې لوبې په یوې – یوې بریا برابرې روانې دي او ټاکل شوې ده، د روانو ۵ نړیوالو سیالیو د لړۍ درېیمه لوبه به سبا د افغانستان پر وخت غرمه ۱۲ بجې په (بولاوایو) کرکټ نړیوال لوبغالي کې پیل شي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام