
د کرکټ نړیوالې شورا له خوا اسټرالوۍ کرکټ ملي لوبډله په رسمي توګه په تیر یوه کال کې د (ټیسټ) کرکټ لومړۍ مقام ګټونکي لوبډله اعلان شوه.
کرکټ نړیوالې شورا د سریلانکا په سفر بوختۍ اسټرالوۍ کرکټ ملي لوبډلې کپتان سټیف سمت ته په (ټیسټ) کرکټ کې د لومړي مقام (جام) او دغه راز یو میلیون ډالره جایزه ډالۍ کړه.
دغه جام او جایزه اسټرالوي کپتان ته د سریلانکا په "پالي کیلي" لوبغالي کې د کرکټ نړیوالې شورا د اجرایوي مشر ډیف ریچرډسن له خوا ورکړل شوه.

د کرکټ نړیوالې شورا د اجرایوي مشر ډیف ریچرډسن په وینا، اسټرالوۍ کرکټ ملي لوبډلې په تیر یوه کال کې په ټیسټ کرکټ کې بهترینه او استثنايي لوبې ترسره کړي دي او ځکه د دې جایزې اصلي حقداره اعلان شوه.
ویل کیږي، چې اسټرالوۍ کرکټ ملي لوبډلې په تیر یوه کال کې د نړۍ د بیلا بیلو مخکښو ټیسټ کرکټ ملي لوبډلو خلاف په ۱۰ لوبو کې بریاوې خپلې کړې وې.
اسټرالوي کپتان سټیف سمت د ټیسټ کرکټ د لومړي مقام جام او ۱ میلیون ډالرو ګټلو وروسته رسنیو سره په خبرو کې وویل، چې دا ځل د ټیسټ کرکټ لومړي مقام اخیستلو له پاره سیالي اسانه نه وه او د ۴ مخکښو ټیسټ لوبډلو ترمنځ یواځې د ۱۰ امتیازونه فرق وو.
د سمت په وینا، په خپلې ځوانې لوبډلې او روزونکي ډلې ویاړي، چې د ده په کپتانۍ کې یې بهترینه کرکټ وکړ، خو لا هم ډير څه پاتې دي، چې دوی یې د اسټرالیا له پاره په نړیوال کرکټ کې ترلاسه کړي.
د کرکټ نړیوالې شورا د ټیسټ کرکټ لومړي مقام او دغه راز د ۱ میلیون ډالرو ګټلو له پاره د روان ۲۰۱۶ م ز کال اپریل میاشتې لومړۍ نیټه اعلان کړې وه، چې تردغې نیټې اسټرالوۍ کرکټ ملي لوبډلې په ټیسټ کرکټ کې لومړی مقام وساته او تراوسه دغه مقام له ځان سره لري.
ویل کیږي، چې اسټرالوۍ کرکټ ملي لوبډله باید د سریلانکا خلاف په روانو ټیسټ سیالیو کې کم ترکمه ۱ د صفر بریا په وړاندې د اتلولۍ جام وګټي ترڅو لومړی مقام له ځان سره وساتي.
اوسمهال په ټیسټ کرکټ کې اسټرالیا لومړی، هندوستان دویم، پاکستان درېیم، انګلستان څلورم او نیوزیلینډ بیا پنځم مقام له ځان سره لري.
دیادونې وړ ده، چې اوسمهال د ټیسټ کرکټ ۵ مخکښې کرکټ لوبډلې په ټیسټ کرکټ سیالیو بوختې دي او پایلې یې په دې اوسنۍ درجه بندۍ کې بدلون راوستلای شي.
اسټرالیا اوسمهال له سریلانکا سره، هندوستان له ویسټ انډيز سره، پاکستان له انګلستان سره او نیوزیلینډۍ کرکټ ملي لوبډله بیا د ټیسټ سیالیو له پاره زمبابوې ته رسیدلې ده.





