.jpg)
د ویسټ انډيز پخوانی د کرکټ مشهور تبصره کوونکی (کمینټیټر) او خبریال ټوني کوزیر په ۷۵ کلنۍ کې له نړۍ سترګې پټې کړې.
کوزیر د کرکټ نړۍ یو مخکښ خبریال او تبصره کوونکی و.
ټوني کوزیر ۵۰ کلونه د کرکټ په ډګر کې بېلابېلو ورځپاڼو او مجلو ته لیکنې او د نړۍ په بیلابېلو هېوادونو کې د کرکټ لوبو کمینټري وکړه.
دغه مشهور کمینټیټر چې د (ویسټ انډيز کرکټ اواز) لقب ورکړل شوی وو، د لومړي له پاره یې په ۱۹۶۵ کال کې ویسټ انډيز ته د اسټرالیا کرکټ ملي لوبډلې په سفر کی کمینټیټري وکړه.
ټوني کوزیر ته په ۲۰۱۱ کال کې د کرکټ لوبې نه هېریدونکي خدمت په موخه د انګلستان (ایم، سي، سي) کرکټ کلب غړیتوب ډالۍ شو.
.jpg)
د ورکړل شویو معلوماتو له مخې ټوني کوزیر تېره اونۍ په خپل هېواد (برباډوس) کې د مرۍ او پښو د مکروب له کبله روغتون کې بستر شو، چې د چهارشنبې په ورځ د(مې) میاشتې په ۱۱ مه نېټه یې په ۷۵ کلنې د تل له پاره له دې نړۍ سترګې پټې کړې.
د کرکټ نړیوالې شورا په ټویټر پاڼه خپور شوي پیغام کې د ټوني کوزیر په مړینه خواشیني ښودلې او د نوموړي مړینه یې د کرکټ د تبصرې په برخه کې ستره تشه یاده کړې.
.jpg)
له بل لوري د ویسټ انډيز کرکټ بورډ ویلي، چې ټوني کوزیر د ویسټ انډيز د کرکټ، هېواد، کلتور او خلکو ریښتونی سفیر وو.
دغه راز د کرکټ نړۍ یو شمېر اوسنیو او پخوانيو کرکټرانو هم په خپلو رسمي ټویټر پاڼو د ویسټ انډيزي خبریال او کمینټیټرپه مړینه خواشیني ښودلې ده.





