افغانستان سبا له کمبودیا سره د فوټبال لوبه کوي

په پام کې ده، چې د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله په غوراوي پړاو سیالیو کې له کوربه هېواد کمبودیا سره د فوټبال لوبه وکړي.

دغه لوبه به په اسیايي جام سیالیو کې د لارې موندنې په موخه وي.

د افغانستان فوټبال فدراسیون له خوا د خپرو شویو معلوماتو پر بنسټ، دغه لوبې به سبا مازدیګر(سه شنبه جون ۱۳ مه) د افغانستان پر وخت ۳ نیمې بجې د پلازمینې پونام پین المپیک فوټبال لوبغالي کې پیل شي.

د دواړو هېوادونو فوټبال ملي لوبډلو روزنکو د یوې خبري ناستې پرمهال وویل، چې دوی د لوبې ترسره کولو له‌پاره پوره چمتووالی لري.

افغان روزونکي اوتو فیشټر وویل، ډیر کم وخت کیږي د افغانستان فوټبال ملي لوبډلې روزنه یې پر غاړه اخیستې ده، خو د سینګاپور، ویتنام او مالدیف خلاف لوبو ورته ډیرې هیلې ورکړي.

د هغه پر خبره، د افغانستان فوټبال ملي لوبډلې په بېلابېلو برخو کې پرمختګ راوستل وخت ته اړتیا لري.

افغان کپتان فیصل شایسته هم په خپلو خبرو کې وویل، په تیرو ۲ سیالیو کې یې د کمبودیا په شان ښې او تیارې لوبډلې ته ماتې ورکړې.

دغه راز د کوربه کمبودیا فوټبال ملي لوبډلې برازیلي روزونکي لیوناردو هم په دغه خبري ناسته کې وویل، ویاړي چې د اوتو فیستر په څير د مشهوره پخواني لوبغاړي او روزونکي پر خلاف د کمبودیایې لوبډلې روزنه پر غاړه لري.

لیوناردو، د افغانستان خلاف سیالۍ یې د خپلې لوبډلې له‌پاره سخته یاده کړه.

یاده دې وي، چې افغان فوټبال ملي لوبډله د ۲۰۱۹ کال اسیایي فوټبال جام ته د رسیدو په موخه په (اې) ګروپ کې لوبیږي، چې تراوسه یې په ۸ سیالیو کې ۳ ګټلي او ۵ یې بایللي دي.

افغان فوټبال ملي لوبډله په نړیواله درجه بندۍ کې د کمبودیا خلاف د مخکي‌والي ترڅنګ په‌دغه ګروپ کې هم له کمبودیا وړاندې څلورم مقام له ځان سره لري.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام