
برید کوونکي افغان ویکټ کیپر بیټسمین شهزاد محمدي په نړیوال کرکټ کې د افغانستان په ګټه خپله ۱۵ مه نړیواله سلیزه جوړه کړه.
نوموړي نن ( اپرېل۱۱مه) د هندوستان په "ګریټرنویډا" کرکټ نړیوال لوبغالي کې د میلمه "نمیبیا" کرکټ ملي لوبډلې خلاف په "انټرکانټینینټل جام" څلور ورځنۍ سیالۍ کې دغه کارنامه ثبت کړه.
شهزاد محمدي لومړی په ۵۷ بالونو نیمه سلیزه او بیا په ۱۵۶ بالونو د نمیبیا خلاف د ۴ ورځنۍ لوبې په دویمه ورځ د فرسټ کلاس لوبو ۴ مه سلیزه پوره کړه.
د شهزاد محمدي د حوصلې ډکه لوبه کې ۹ څلوریزې او ۱ شپږیزه شامله وه.
شهزاد محمدي نن د نمیبیا خلاف ۴ ورځنۍ لوبه کې په دویمه ورځ له ۷۴ ناسوځیدلو منډو څخه لوبه پیل کړه او خپلو نورو لوبغاړو ته یې په ویکټ ودریدو ښه زده کړه ورکړه.
د یادونې وړ ده، چې دا په وروستیو ۲ فرسټ کلاس لوبو کې دویم ځل دی چې شهزاد محمدي د افغانستان له پاره په نړیوالو سیالیو په سلیزو جوړولو بریالی کیږي.

له دې وړاندې د تیر ۲۰۱۵ م ز کال په نومبر میاشت کې د عربي اماراتو په شارجه کرکټ نړیوال لوبغالي کې د "پي، این، جي" کرکټ ملي لوبډلې خلاف هم سلیزه جوړه کړې وه.
دا په نړیوال کرکټ کې د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې له پاره د شهزاد محمدي ټولټال ۱۵ مه سلیزه وه.
د ۴ فرسټ کلاس سلیزو ترڅنګ شهزاد محمدي د افغانستان له پاره ۴ سلیزې په نړیوالو یو ورځنیو لوبو کې، ۱ سلیزه په نړیواله شل اوریزه لوبه کې، ۵ سلیزې په نورو ۵۰ اوریزه لوبو کې او ۱ سلیزه په شل اوریزه لوبه کې د افغانستان له پاره د نړۍ د مختلفو بشپړغړیتوب لرونکو او دویمه او درېیمه درجه هیوادونو خلاف ترسره کړي دي.
شهزاد محمدي د افغانستان کرکټ په تاریخ کې هغه یواځینې لوبغاړې دي، چې په ټولو پنځوس اوریزه، شل اوریزه او فرسټ کلاس لوبو کې د افغانستان له پاره سلیزې په خپل نوم ثبت لري.
یاده دې وي، چې شهزاد محمدي له ۲۰۰۹ م ز کال راهیسې د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې له پاره په نړیوال کرکټ کې لوبیږي، چې تراوسه په نړیوالو ۲۰ اوریزه او فرسټ کلاس لوبو کې مخکښه بیټسمین، خو په یو ورځنیو لوبو کې د نبي عیسی خیل او سمیع الله شینواري وروسته درېیم مخکښه بیټسمین شمېرل کیږي.





