هندوستان د افغانستان کرکټ سره د همکاریو ټټر وواهه

د افغانستان کرکټ بورډ لخوا خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د هندوستان کرکټ بورډ په رسمي توګه ومنله چې د افغانستان کرکټ پرمختګ سره ولاړ دی.

خبرپاڼه لیکي چې د هندوستان کرکټ بورډ دغه ژمنه د کرکټ اسیایي شورا په کلنۍ غونډه کې د افغانستان کرکټ بورډ له اجرایوي مشر شفیق الله ستانکزي سره په لیدنه کې کړیده.

دیادونې وړ ده چې د کرکټ اسیایي شورا کلنۍ غونډه د ۲ ورځو لپاره د مالیزیا په پلازمینه کولالمپورښار د کرکټ اسیایي شورا په مرکزي دفتر کې ترسره شوه.

خبرپاڼه لیکي چې د هندوستان کرکټ بورډ سکرترجنرال انوراګ ټاکور د کرکټ بورډ لخوا د هیواد د کرکټ پرمختګ لپاره د ټولو شویو وړاندیزونو هرکلی وکړ او ژمنه یې وکړه چې ډير ژر به ورته په رسمي ډول عملي بڼه ورکړي.

افغان کرکټ بورډ تراوسه له هندوستان څخه د غوښتل شویو مرستو په اړه جزییات ندي ورکړي خو وایي چې ډیر ژر به یې له هیوادوالو سره شریک کړي.

دیادونې وړ ده چې افغان کرکټ بورډ د کرکټ نړیوال جام سیالیو پای ته رسیدو وروسته په کابل کې له هند سفیر سره په لیدنه کې دا غوښتنه هم کړې وه چې د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د تمریناتو او د نړیوالو لوبډلو د کوربتوب لپاره ورته د هندوستان یو کرکټ لوبغالی په واک کې ورکړي.

په خپله د کرکټ بورډ اجرایوي مشر شفیق الله ستانکزي په کرکټ اسیایي شورا کې د ګډون او له هندي لوړ پوري کرکټ چارواکي انوراګ ټاکور سره د لیدنې وروسته په خپله فیسبوک پاڼه کې لیکلي دي چې د اوسنۍ ادارې موخه د اسیا او نړۍ ټولو کرکټ ادارو سره مثبتو اړیکو ته وده ورکول او هم له ټیسټ کرکټ لوبډلو څخه د هیواد د کرکټ د پرمختګ په موخه د ډیرو ګټو اخسیتل دي.

د ښاغلي ستانکزي په وینا چې هندوستان یو غني کرکټ لري او کولای شي چې په هراړخیزه توګه د لوړ کاري او تخنیکي ضرفیتونو په لرلو سره د افغانستان د کرکټ په پرمختګ کې مهم رول ولوبوي.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام