.jpg)
افغان تکړه لوبغاړي راشد خان ارمان نن د هندوستان لسم پړاو "آې، پي، ایل " سیالیو تاریخي او نه هیریدونکي لوبه ترسره کړه.
راشد ارمان په نننۍ لوبه کې د کرکټ نړۍ د دریو هیوادونو ۳ مشهوره لوبغاړي وسوځول او د لومړي ځل لپاره یې دغلته په خپله دویمه لوبه کې د غوره لوبغاړي جایزه ترلاسه کړه.
راشد ارمان په نننۍ سیالۍ کې د سریش رینا په کپتانۍ کی د ګجرات لاینز لوبډلی خلاف په لوبه کې ۴ اورونه وکړل ، ۱۹ منډې یې ورکړې او ۳ لوبغاړي یې وسوځول.
راشد ارمان چې ډیر کم په لومړیو اورونو کې بالینګ ته راځي، نن یې له کپتان ډیویډ وارنر څخه په (پاورپلی) کې د بالینګ غوښتنه وکړه.
افغان لوبغاړي لومړی نیوزیلینډي مشهوره لوبغاړی برینډن مکولم، ورپسی اسټرالوی لوبغاړی او پخوانی کپتان ارون فینچ او بیا دسیالې لوبډلی کپتان هندي سریش رینا له مخی پورته کړ.
راشد ارمان درې واړه لوبغاړي (ایل بي ډبلیو) وسوځول چې دا کارنامه هم د هندوستان په ۱۰ پړاوه سوداګریزو "آې، پي، ایل " سیالیو کې د لومړي ځل لپاره وشوه.
راشد ارمان دغه راز په ټولټال ۵ ویکټو اخیستلو سره له سویلي افریقایي بالر عمران طاهر څخه د زیاتو ویکټو ویاړ (پرپل کیپ) یا ارغواني خولۍ هم په خپل سر کړه.

راشد ارمان د غوره لوبغاړي جایزې اخیستل د افغانستان لپاره د یوه مثبت پیغام په توګه یاد کړ او د روزونکي ترڅنګ یې د کپتان او لوبغاړو مننه وکړه چې د ښه ځلیدو په موخه یې ورسره همکاري کړې ده.
ددې ترڅنګ د کرکټ کارپوهانو هم د راشد خان دبالینګ ستاینه کړې ده، چې تراوسه یې په لوبولو هیڅ هم هندی او بهرنی لوبغاړی بریالی شوی نه دی.
د کرکټ تبصره کوونکي هارشا بوګلي ویلي، لیګ سپنرلوبول اسانه وي، خو د راشد په بال کې داسې کمال شته چې لوبول یې د ښه ښه لوبغاړو په وس کار نهدی.
دغه راز پخوانی هندي کپتان اجې جډیجا ویلي، راشد خان هندي سریش رینا او اسټرالیاوي ارون فینچ پهداسې حال کې وسوځول چې ددفاع کوشش یې کاوه، راشد به ډیرې نورې ویکټې ترلاسه کړي که پرې د منډو اخیستلو هڅه وشي.
سن رایزرز حیدراباد لوبډله په نننۍ دویمې بریا سره په روانو سیالیو کې لومړي مقام ته ورسیده، چې خپله راتلونکی سیالۍ به داپریل په ۱۷مه نیټه له کینګز الیون پنجاب لوبډلې سره په خپل کوربتوب ترسره کړي.





