موتایا مرلي دهرن افغان توپ اچونکي د نړۍ مشهوره سپنران یاد کړل

د کرکټ نړۍ مشهوره او نه هیریدونکی جادوګر سریلانکایي سپنر موتایا مرلي دهرن د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې دوه لوبغاړي د نړیوال جام د مشهوره سپنرانو په ډله کی شامل کړي دي.

مرلي دهرن چې اوس مهال په نړیوال کرکټ کی نه لوبیږي په ۲۰۱۵ کال نړیوال جام سیالیو کې یې د خپلی خوښې ۱۱ سپنرانو نوملړ اعلان کړی دی.

په دې ډله کې د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې دوه مشهوره سپنران او ال راونډران محمد نبي عیسی خیل او سمیع الله شینواری هم شامل دي.

د نه هیریدونکي اف سپنر مرلي دهرن لخوا د نړۍ د مخکښو ۱۱ سپنرانو په ډله کې د افغانستان د دوه سپنرانو شاملول په نړیوال جام سیالیو کی د دواړو نبي عیسی خیل او سمیع الله شینواري، ملي لوبډلې ، او کرکټ مینه والو ته یو ښه زیری دی.

د مرلي دهرن په وینا که څه هم په نړیوال جام سیالیو کې به دافغانستان لوبډلې ټول دار او مدار او د سیالیو لوبډلو اندیښنه د افغانستان تیزبالینګ وکړي خو دواړه سپنران نبي او سمیع به هم د افغان کرکټ ملي لوبډلې مهم لوبغاړي وي.

د نوموړي په وینا، چې دواړه نبي عیسی خیل او سمیع الله شینواري د (اف او لیګ) سپین بالینګ ترڅنګ د افغانستان ملي لوبدلې د بیټینګ د ملا تیر هم شمیرل کیږي.

د مرلي دهرن په وینا چې نبي عیسی خیل اوچت قد لري چې په ویکټو سیده بال کوي او په بال کې هم کافي (باونس) لري او ترڅنګ یې (لیګ سپنر) سمیع الله شینواري هم داسې بالر دی چې په دوامداره توګه ویکټې اخلي او دواړه باید په نړیوال جام سیالیو کې کم او بې ارزښته ونه ګڼل شي.

سریلانکایي مرلي دهرن دغه راز په نړیوال جام سیالیو کی د خپلې ۱۱ کسیز(سپنر) بالرانو په لیست کې هندوستانیان روي چندر اشوین او روینډر جډیجا، پاکستانیان شاهد خان افریدي او یاسرشاه ، بنګله دیشی شکیب الحسن ، سویلی افریقایي عمران طاهر ، سریلانکایی سچېترا سنانایکي، سویلي افریقایي جورج ډکریل او نیوزیلینډی ډنیل ویټوري شامل کړی دي چې ښه به وځلیږي.

مرلي دهرن ویلي دي که څه هم د اسټرالیا او نیوزیلینډ په تیزو پیچونو، دوه نویو بالونو، او فیلډینګ محدودیتونو سره دې په راتلونکې نړیوال جام سیالیو کې سپنران بریالي وي.

د نوموړي په وینا چې ددی ټولو سره سره به بیا هم سپنران په ۲۰۱۵ کال پنځوس اوریزه کرکټ نړیوال جام سیالیو کې مهم رول ولوبوي.

د مرلي دهرن په وینا چې دا تاریخ ثابته کړې ده چې سپنران په نړیوال جام سیالیو کې ښه ځلیدلي دي چې ښه مثال یی په ۱۹۹۲ کال کز د همدز اسټرالیا او نیوزیلینډ په کوربتوب نړیوال جام سیالیو کې د پاکستان (لیګ سپنر) مشتاق احمد له نورو ټولو بالرانو زیاتی ۱۶ ویکټې ترلاسه کړې وې.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام