افغانستان ته له سکاټلینډه یو ښه زېری

د سکاټلینډ کرکټ بورډ په رسمي توګه اعلان وکړ، چې د روان کال په (جولای) میاشت کې به د دوو  نړیوالو پنځوس  اوریزو لوبو له پاره د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې کوربتوب وکړي.

د سکاټلینډ کرکټ بورډ د رسمي وېبپاڼې د معلوماتو له مخې، د افغانستان او کوربه سکاټلینډ کرکټ هېواد د ملي لوبډلو ترمنځ سیالۍ به د جولای میاشتې پر ۴مه او ۶مه نېټه وشي.

د ورکړل شویو معلوماتو پر بنسټ، دغه دوه نړیوالې ۵۰ اوریزې لوبې به د سکاټلینډ په (ایډینبرګ) ښار کې د افغانستان پر وخت ماسپښین ۲ بجې پیل شي.

د افغانستان او سکاټلینډ کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د ۲ پنځوس اوریزو لوبو سیریز په داسې حال کې اعلانېږي، چې روانه میاشت ایرلینډ هم د ۵ نړیوالو ۵۰ اوریزو لوبو له پاره د افغان کرکټ ملي لوبډلې د کوربتوب خبر ورکړ.

ټاکل شوې ده، د سکاټلینډ خلاف له ۲ سیالیو وروسته به افغان کرکټ ملي لوبډله د جولای میاشتې پر ۱۰ مه نېټه د پلان شویو سیالیو د لوبولو له پاره ایرلینډ ته سفر وکړي.

د ترلاسه شویو معلوماتو له مخې اروپا ته په خپل سفر کې به افغان کرکټ ملي لوبډله د سکاټلینډ او ایرلینډ کرکټ ملي لوبډلو سره له دوو اړخیزو سیریزونو وروسته، هالینډ ته سفر وکړي، چې له یادې لوبډلې سره د کرکټ د نړیوالې شورا له خوا د پلان شوي (انټرکانټینینټل جام) څلور ورځنۍ لوبه وکړي؛ خو په اړه یې رسمي اعلان نه دی شوی.

د سکاټلینډۍ کرکټ ملي لوبډلې روزونکي (ګرانټ براډ برن) رسنیو سره په خبرو کې ویلي دي، چې دوی په دې پوهېږي، چې افغان کرکټ ملي لوبډلې په وروستیو کلونو کې بې ساری پرمختګ کړی.

د نوموړي پر وینا، افغانستان په شل اوریز کرکټ نړیوال جام سیالیو کې ښې لوبې وکړې او ان د نړیوال جام اتله ویسټ انډيز لوبډله یې هم له ماتې سره مخ کړه.

براډ برن ویلي دي، چې د یو روزونکي په توګه د افغانستان قوت ته په کتو بیا هم په خپله لوبډله باوري دی، چې افغان کرکټ ملي لوبډلې ته ماتې ورکولی شي.

دغه لوبې په داسې حال کې اعلان شوې دي، چې د افغانستان او سکاټلینډ کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ تراوسه ۹ نړیوالې۵۰ اوریزې لوبې شوې دي، چی ۶ لوبې افغانستان؛ خو ۳ سکاټلینډ ګټلي دي.

افغانستان په ۲۰۰۹ کال کې خپله لومړۍ نړیواله ۵۰ اوریزه لوبه له سکاټلینډ سره وکړه، چې د افغانستان په بریا پای ته ورسېدله.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام