.jpg)
د کرېک اېنفو وېبپاڼې د معلوماتو له مخې، ښایي د نورې نړۍ د لوبغاړیو په پرتله سږکال انګلستاني لوبغاړي د هندوستان په ۱۰ م پړاو (ای پي ایل) سیالیو کې په ډېرو پیسو واخیستل شي.
راغلي معلومات ښيي، که کومه لوبډله کوم انګلستانی لوبغاړی اخلي؛ نو کم تر کمه ۳ لکه امریکایي ډالرو څخه به کم نه وي.
د انګلستاني لوبغاړیو جیسن روی، ایون مورګن، کریس ووکس، سریلانکایي انجیلو میتیوس، اسټرالوي میچل جونس او پیټ کمنز او هندي ایشانت شرما لهپاره ۲ کروړه هندۍ کلدارې لومړنی قیمت اېښودل شوی، چې له دې په کمو پیسو به نه اخیستل کېږي او ان تر ۵ میلیونو ډالرو یې لوبډلې جذبولی شي.
.jpg)
وايي، چې ۷۹۹ لوبغاړیو د (ای پي ایل) سیالیو نیلامۍ ته سترګې په لار دي، چې ښایي روانه اوونۍ دغه نوملړ راکم شي، چې د پورته لوبغاړیو ترڅنګ په کې کولن منرو، کوري انډرسن، مارټن ګپټل، عمران طاهر، فرهان بهارالدین، البي مورکل، جورج بیلي، براډ هوج، مورني مورکل، ډیل سټین، عرفان، پټهان، پون نیګي، انموکت چاند، ډیویډ ویسا، ورون ارون، کریس جورډن، پروېز رسول او کین ریچرډسن هندي او بهرني مشهور لوبغاړي شمېرل کېږي.
افغان کرکټ بورډ هم ۵ لوبغاړي هندي کرکټ بورډ ته د (ای پي ایل) نیلامۍ غوره کړي؛ خو تر اوسه د کرېک اېنفو په راپور کې د افغان لوبغاړیو یادونه نه ده شوې.
ټاکل شوې ده، د سږ کال لسم پړاو هندوستان سوداګریزو ۲۰ اوریزو کرکټ سیالیو لهپاره د لوبغاړیو نیلامي د فېبرورۍ میاشتې د ۲۰ مې او ۲۵ مې نېټې په منځ کی وشي.
دغه راز انګلستاني جوني بیریسټو، نیتن لیون، براډ هیډن، ټرینټ بولټ، کایل ایبټ او جیسن هولډر ته لومړنی قیمت ۱ نیم کروړ هندۍ کلدارې ټاکل شوي دي، چې ښایي له دې نرخ نه به هم اوچت واخیستل شي.
.jpg)
د سږکال سیالیو لهپاره ګډون کوونکیو ۸ لوبډلو ۱۴۰ لوبغاړي له ځان سره ساتلي؛ خو ۸۹ نور یې پرېښي دي، چې یو شمېر به یې د سږکال په نیلامۍ کې وړاندې شي.
تراوسه له پنجاب لوبډلې سره د لوبغاړیو د اخیستلو لهپاره ۲۳ اعشاریه ۲ کروړه هندۍ کلدارې، حیدراباد لوبډله نږدې ۲۱ کروړه، ډهلي ۲۱ نیم کروړه، کلکته ۱۹ اعشاریه ۷ کروړه، پونې ۱۹ اعشاریه ۱ کروړ، ګجرات ۱۴ اعشاریه ۳ کروړ، بنګلور۱۲ اعشاریه ۸ کروړ او ممبي ۱۱ نیم کروړه هندۍ کلدارې لري.
داسې هم ویل کېږي، چې ښایي د سږکال په (ای پي ایل) سیالیو نیلامۍ کې ټولې لوبډلې د لوبغاړیو په اخیستلو کې دومره دلچسپي ونه ښیي؛ ځکه د ټولو لوبغاړيو تړونونه راتلونکې کال پای ته رسېږي او هره یوه لوبډله په دې هڅه کې ده، چې له سره راتلونکي کال سیالیو ته د خپلې خوښې کورني او نړیوال لوبغاړي واخلي.





