.jpg)
د اروپا فوټبال کلپونو اتلولۍ جام "پري کوارټرفاینل" راتګ پړاو لوبو کې تېره شپه بارسلونا او بورسیاډورټمنډ لوبډلو د خپلو سیالانو په وړاندې له لومړیو ماتو وروسته حیرانوونکې بریاوې خپلې کړې.
د سیالیو رسمي وېبپاڼې د معلوماتو له مخی، بارسلونا "پي، ایس، جي" او ډورټمنډ لوبډلې بیا بنیفیکا لوبډلې ته ماتې ورکړه او د روان جام ۸ غوره لوبډلو پړاو ته یې لاره وموندله.
بارسلونا او ډورټمنډ هغه لوبډلې دي، چې د تګ پړاو په لومړیو سیالیو کې یې د همدې لوبډلو خلاف ۴ د صفر او ۱ د صفر ګولونو په وړاندې ماتې خوړلې وې.
.jpg)
د بارسلونا لوبډلې په ګټه نیمار دوه، سواریز، میسي، سرجي او کرزاوا یو، یو ګولونه ووهل او لوبډله یې بل پړاو ته ورسوله.
د تګ او راتګ پړاو لوبو وروسته اسپانوۍ بارسلونا په ټولیزه توګه ۶ د ۵ ګولونو پر وړاندې او ډورټمنډ لوبډلې ۴ د ۱ ګول په وهلو مخکېوالی لري.
د ورکړل شویو معلوماتو له مخی، بارسلونا د ګولونو په ډکه لوبه کې ۶ د ۱ ګول په وړاندې فرانسوۍ پاریس سینټ جرمن (پي، ایس، جي) ته او المانۍ بورسیا ډورټمنډ لوبډلې ۴ د ۰ ګول پر وړاندې ایټالوۍ بنیفیکا لوبډله د ماتې په ټغر کېنوله.
.jpg)
د بارسلونا او بورسیا ډورټمنډ له لوبډلو وړاندې روانه اوونۍ اسپانوي کلب ریال ماډریډ ناپولي ته او الماني کلب بایرن مونیخ انګلستاني کلب ارسنال ته په ماتې ورکولو "کوارټرفاینل" پړاو کې د لوبېدو چانس ترلاسه کړ.
د روانو سیالیو په دوام به راتلونکې اوونۍ له یونټوس او پورټو، لیسټر سیټي او سیویلا، موناکو او مانچسټرسیټي او بایرلورکوزن او اټلاټیکو ماډریډ لوبډلو ترمنځ سیالیو کې د اروپا فوټبال کلپونو اتلولۍ لیګ ۸ غوره لوبډلې "کوارټرفاینل" پړاو ته ۴ نورې لوبډلې هم په ډاګه شي.
د اروپا فوټبال کلپونو اتلولۍ لیګ سیالیو کې د اروپا وچې ۳۲ بهترینه فوټبال کلپونه لوبیږي، چی ټاکل شوې، د روان کال جون میاشتې په ۳ نېټه د اتلې لوبډلې په اعلان پای ته ورسیږي.





