افغان سایکل ځغلوونکیو د سولې په موخه تر بلخ ولایته ځغاسته پیل کړه

د افغانستان سایکل ځغلونې فدراسیون او د المپیک ملي کمېټې په همکارۍ نن ورځ د افغانستان ۲ تنه سایکل ځغلوونکیو په هېواد کې د سولې ټینګښت، د قانون پلي کولو او قانون ته د درناوي پیغام رسولو په موخه له کابله د بلخ ولایت په لور روان شول.

دغه دوه لوبغاړي روح الله نظري او ایمل نبي زاده نومیږي چې د یوشمېر نورو سایکل ځغلوونکیو په موقتي ملګرتیا د افغانستان المپیک ملي کمېټې د ځای ناستي مشر باور هوتک او نورو چارواکیو په شتون کې د المپیک ملي کمېټې له ودانۍ څخه د بلخ ولایت په لور رخصت شول.

د افغانستان المپيک ملي کمېټې ځای ناستي مشر باور خان هوتک رسنیو سره په خبرو کې وویل چې لوبغاړي په افغانستان کې د ورورولۍ، د سولې سفیران او پیغام رسوونکي دي. نوموړي دغه راز د افغانستان سایکل ځغلونې فدراسیون څخه هم مننه وکړه چې د یو مهم پیغام رسولو له‌پاره یې د دې سفر نوښت کړی دی.

همدارنګه د افغانستان د بدني روزنې ریاست له‌خوا د افغانستان ۱۵ کسیزه ووشو ملي لوبډله هم د ووشو په مسلکي سیالیو کې د ګډون په موخه پاکستان ته ولاړه.

د ورکړل شویو معلوماتو له‌مخې، د افغانستان په ووشو ملي لوبډله کې ۶ مسلکي او ۵ اماتور لوبغاړي شامل دي؛ ورسره ۲ لوبڅاران یو روزونکی او ۱ د سفر مسوول هم ملتیا کوي چی نن د افغانستان د بدني روزنې د رییس حفیظ الله ولي رحیمي سره له لیدنې وروسته د پاکستان په لور رخصت شول.

ټاکل شوې ده د پاکستان په کوېټه کې به د لومړي پړاو مسلکي ووشو سیالۍ د روانې جنورۍ میاشتې له ۲۵ تر ۲۷ نېټې د کوېټي ښار په کوربتوب پیل شي.

د افغانستان د بدني روزنې ریاست د معلوماتو له‌مخې، په پاکستان کې د لومړي پړاو مسلکي لومړي پړاو ووشو سیالیو وروسته به دویم پړاو سیالۍ د افغانستان په کوربتوب په کابل کې ترسره شي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام