د فوټبال د نړېوال فدراسیون (فیفا) رییس سپ بلاټر، چې په پرلپسې ډول د ۵ ځل له پاره د فیفا ریاست ته و ټاکل شو، تېره ورځ ( جون ۲مه) په یوه خبري ناسته کې له خپلې دندې لاس پر سر شو.
په فیفا کې د مالي فساد او د بډو اخیستنو د اسنادو تر افشا کېدو وروسته د امریکا سنا جرګې او د ( اف، بي، آې) سازمان د فیفا د دوسیو د څېړنو او د پردې تر شاه دهغو کسانو د عدلي تعقیب غوښتونکي شول، چې په دغه لوی مالي فساد کې ښکېل دي.
په فیفا کې د بډو اخیستل د نړۍ په کچه غږونه را وپارول او د امریکا د څارنوالۍ وزارت له خوا د فیفا د ځینو چارواکو د نیولو امر کړل شو.
۷۹ کلن سیپ بلاټر ۱۷ کاله د فیفا رییس په توګه دنده تر سره کوله.
بلاټر څو وارې په بډو اخیستونو تورن شوی و، خو نوموړي دغه تورنه بې بنسټه یاد کړي و.
د وروستي ځل له پاره په فیفا کې د بډو اخیستو اسناد د جنوبي افریقا د ورځپاڼې له خوا ډاګیز شول، د دې هېواد د فوټبال د فدراسیون له قوله کاږلي و، چې په ۲۰۰۸ زېږدیز کال کې د جنوبې افریقا د فدراسیون چارواکو کونکاکاف ( د شمالي، مرکزي امریکا او کارائیب د فوتبال د کند فیدراسیون اتحادیه) ته ۱۰ میلیونه ډالر بډې ور کړې وې.
د امریکا څارنوالۍ د فیفا ۱۴ مهمو تورونو غړو دوسیه برابره کړې وه، چې له دې ډلې نه یې تېره اونۍ په سویس کې د ۷ تنو غړو دنیولو امر وکړ.
په دغو ۷ تنو نیول شویو په ډله کې د فیفا مرستیالان هم شامل دي.
د امریکا څارونوالۍ وزارت وايي، دغه ۱۴ تنه په دې تور چې په تېرو ۲۴ کلونو کې یې له ټولې نړۍ نه له ۱۵۰ میلیونو زیات ډالر بډې اخیستې دي د څېړنو لاندې دي.
د امریکا رسنیو په فیفا کې د لوی مالي فساد له هغو څېړنو چې د امریکايي چارواکو له خوا تر سره شوې خبر ورکوي.
دغه رسنۍ وايي چې د مالي فساد په دغې دوسیې په نوم لړ کې د سپ بلاټر نوم هم شته .
سپ بلاټر په پروني خبري غونډه کې ویلي و، د فوټبال نړیوال فدراسیون د بنسټیز سمون غوښتونکی دی او زیاته کړې وه چې د فیفا ریاست ته باید په یوې فوق العاده غونډه کې نوی رییس و ټاکي.





