شفیق الله شفق ته د کرکټ بیا پیلولو اجازه ورکړل شوه

د افغانستان د کرکټ بورډ اجرایوي کمېټې د کرکټ ملي لوبډلې په تکړه لوبغاړي شفیق الله شفق نا اعلان شوی بندیز پاې ته ورسولو.

کرکټ بورډ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، په شفیق الله شفق د ۶ میاشتو بندیز موده ختمه شوې او له دې وروسته د هر قسم کرکټ لوبې اجازه لري.

که څه هم شفیق الله شفق په وروستیو ۷ میاشتو کې د هېڅ کورني او نړیوال کرکټ کولو اجازه نه درلوده؛ خو نوموړي تېره میاشت د خوست په یو شخصي کرکټ ټورنامنټ کې ګډون کړی و او ښه ځلېدلی و.

خبرپاڼه کې راغلي، شفیق الله شفق د کرکټ بورډ له قوانینو سرغړونه کړی وه او له همدې کبله د روان کال مارچ میاشتې راپه دې خوا له کرکټ بندیز سره مخ و.

د بورډ خبرپاڼې د اجرایوي کمېټې له خولې لیکلي شفیق الله شفق د ۶ میاشتو بندیز پای ورسېد او باید په کورني کرکټ کې یو ځل بیا خپله وړتیا وښیي.

خبرپاڼه زیاتوي، چې د لوبغاړو لنډ مهالی بندیز په لوبډله کې د اصلاحاتو راوستو موخه دي.

شفیق الله شفق ته اجازه ورکړل شوې ده، چې د زونونو ترمنځ په روانو احمد شاه ابدالي ۴ ورځنیو کرکټ سیالیو کې د نوې شاملې شوې لوبډلې (کابل ګرین) لوبډلې په ګټه لوبې وکړي.

د کریم صادق په کپټانۍ کې یادې لوبډلې تراوسه ۲ سیالۍ کړي، چې دواړه سیالۍ یې په ستر توپیر مس عینک زون لوبډلې ته بایللي دي.

خبرپاڼې د شفیق الله شفق له قوله لیکلي، چې کرکټ سیالیو ته په راستنېدو خوښ دی او هڅه به وکړي، په راتلونکي کې شوې سرغړونې تکرار نه کړي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام