کابل کې د ښځینه فوټبال لوبغالي جوړېدو ډبره کېښودل شوه

د لومړي ځل له پاره د افغانستان فوټبال فدراسیون په احاطه کې د نجونو فوټبال سیالیو له‌‌پاره د لوبغالي جوړولو ډبره کېښودل شوه.

د فوټبال فدراسیون تخنیکي مرستیال او د فوټبال لوبډلې پخواني روزونکي یوسف کارګر وویل، سږکال د فوټبال لوبډلې له‌پاره پرمختیايي کال دی.

د نوموړي په وینا، سږکال به دافغانستان ښځینه فوټبال لوبغاړې د لومړي ځل له‌پاره له یو معیاري فوټبال لوبغالي برخمن شي.

د نوموړي پروینا د دې لوبغالي په جوړېدو سره ښځینه فوټبال لوبغاړې دلته سیالۍ کوي او د نارینه‌وو فوټبال لوبغالو په پرتله کوچنی دی.

دا لوبغالی به د الکوزي نړیوال شرکت په مالي مرسته د یو افغاني شرکت له خوا په راتلونکو څوو میاشتو کې جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

د ماریې په نوم یوې ښځینه فوټبال لوبغاړې رسنیو سره خبرو کې وویل، دا یو نوښت دی او د فدراسیون له دې چارې خورا خوښ دي.

د افغانستان د فوټبال فدراسیون سکرترجنرال علي رضا اقازاده رسنیزه غونډه کې وویل، د فوټبال نړیوالې شورا له خوا یې د بلخ او کندهار ولایتونو د فوټبال لوبغالو له‌پاره بودیجه ترلاسه کړې، چې په مصنوعي چمن به وپوښول شي.

اوسمهال یوازې د کابل او هرات فوټبال لوبغالي په مصنوعي چمن پوښول شوي او راتلونکی کال به د جلال اباد فوټبال لوبغالي کې هم مصنوعي چمن کېنوي.

اقازاده کابل ته د پېټر شیګرټ راتګ او د فوټبال فدراسیون یو کاندید سره یې د هغه لیده کاته وغندل.

علي رضا اقازاده زیاته کړه، پخواني روزونکي پیټر شیګرټ د فوټبال ټول اصولو ترپښو لاندې کړي او دوی به دغه مسله په قانوني توګه له اسیایي او نړیوالې فوټبال شورا سره شریکه کړي.

د یو بل خبر له مخې د بدلون وخت تر نوم لاندې یوې بلې خبري غونډه کې هارون پوپل او پېټرشیګرټ د افغانستان فوټبال فدراسیون یې د فوټبال لوبډلې په ګډوډولو تورن کړ.

دوی وویل، فدراسیون په دې لټه کې دی، چې مشري انحصار کړي او د افغانستان کورنیو فوټبال لوبغاړو ته د لوبېدو چانس ورنه کړي.

پوپل تور پورې کړ، فدراسیون په ناقاونه توګه د ولایتونو له پاره د فوټبال فدراسیون مشران ټاکي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام