د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې نړیوال جام سیالیو ته د رسمي تمریناتو لړۍ د سه شنبې په ورځ( دفبرورۍ پر۱۰مه) د دفاعي اتلې هندوستان خلاف پیل کړه.
په دغه سیالۍ کې چې د اسټرالیا په ایډلیډ لوبغالي کې ترسره شوه په کې افغان لوبډلې د ۱۵۴ منډو په توپیر هندوستانۍ لوبډلې پر وړاندې ماتې وخوړه.
د ورکړل شویو معلوماتو له مخې چې د سه شنبې ورځې په سیالۍ کې هندي کپتان مهندرسینګ ډهوني د پچې ګټلو وروسته لومړۍ لوبه کول غوره کړل.
د هندوستان له پاره افغاني توپ اچوونکو حمید حسن او دولت ځدران دغه پرېکړه غلطه ثابته کړه او په ۱۶ منډو کې یې د دې لوبډلې دوه لوبغاړي وسوزول؛ خو له هغې وروسته هندي لوبغاړو ښه لوبه نندارې ته وړاندې کړه.
هندوستان دافغان لوبغاړو د بې کاره فیلډینګ څخه په ګټه اخیستلو د روهیت شرما د ۱۵۰، اجینکي ریهاني ۸۸ او سریش رینا ۷۵ منډو پرمرسته د ۵ لوبغاړو په سوزېدو په پوره ۵۰ اورونو کې ۳۶۴ منډې جوړې کړې.
د افغانستان له پاره حمید حسن، دولت ځدران، شاپور ځدران او نبي عیسی خېل یوه یوه ویکټ ترلاسه کړه.
د دې هدف ترلاسه کولو په موخه د افغانستان پیل برید کوونکی و، چې په ۳۰ منډو کې یې جاوید احمدي په ۱۸ منډو او بیا په ۹۳ منډو کې عثمان غني له لاسه ورکړل.
له هغې وروسته د نوروزمنګل او اصغرستانکزي د ښې ملګرتیا په وسيله افغانستان تر ۳۵ اورونو پورې د ۲ لوبغاړو په سوځېدو منډې تر ۱۵۳ ورسولې؛ خو وروسته په پاتې ۱۵ اورونو کې یې ۶ نور لوبغاړي هم له لاسه ورکړل او د ټاکلو اورونو پای ته رسېدو سره یې د ۸ لوبغاړو په سوزېدو ۲۱۱ منډې جوړې کړای شوې.
د افغانستان له پاره نوروزمنګل تر ټولو زیاتې ۶۰ او عثمان غني بیا ۴۴ منډو سره مخکښه لوبغاړي و، چې ښه تمرین یې ترسره کړ.
ټاکل شوې ده د نړیوال جام د رسمي سیالیو وړاندې افغانستان د فبرورۍ په ۱۳مه نېټه خپله وروستۍ تمریني سیالۍ له عربي اماراتو سره ترسره کړي.
افغانستان به دغه راز د فبرورۍ له ۱۸ مې نېټې څخه د مارچ تر ۱۳مې نېټې پورې د بنګله دیش، اسټرالیا، سکاټلینډ، سریلانکا، نیوزیلینډ او انګلستان کرکټ ملي لوبډلو سره د نړیوال جام رسمي لوبې ترسره کړي.





