افغانستان نن له سکاټلینډ سره د کرکټ لوبه کوي

ټاکل شوې ده، اروپا ته تللې افغان کرکټ ملي لوبډله نن له سکاټلینډ کوربه کرکټ ملي لوبډلې سره د ۲ پنځوس اوریزو لوبو لړۍ پیل کړي.

د دواړو لوبډلو ترمنځ به نننۍ سیالۍ د افغانستان پر وخت ماسپښین ۲ بجې او ۱۵ دقیقې د سکاټلینډ په (ګرینج) کرکټ لوبغالي کې پیل شي.

افغان کرکټ بورډ وایي، چې ملي لوبډله له تېرو څو ورځو راهیسي په سکاټلینډ کې په تمریناتو بوخته ده او د کوربه لوبډلې پر خلاف د نن ورځې لومړۍ ۵۰ اوریزې سیالۍ له پاره پوره چمتووالي لري.

کرکټ بورډ زیاتوي، چې ملي لوبډلې ته د کورنیو روزونکیو دولت احمدزي او رییس احمدزي ترڅنګ نوي ګومارل شوي مشر روزونکې هندي لال چند راچپوت هم هر اړخیزې زده کړې ورکړې دي.

د یادونې وړ ده، چې تر اوسه د افغانستان او سکاټلینډ کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ ۹ نړیوالې پنځوس اوریزې لوبې شوې دي، چې ۶ افغانستان او ۳ يې سکاټلینډ ګټلې دي.

خو کوربه لوبډله په خپل هېواد سکاټلینډ کې ښه لوبېږي، چې په شویو ۲ سیالیو کې یې یوه افغانستان او بله سکاټلینډ ګټلې ده.

دغه راز د سکاټلینډ پر خلاف په شویو ټولټال ۹ نړیوالو ۵۰ اوریزو لوبو کې سمیع الله شینواری په ۲۹۲ منډو مخکښ توپ وهونکی او حمید حسن په ۱۲ وېکټو مخکښ توپ اچوونکی شمېرل شوی دی.

بله خوا د چهارشنبې پر ورځ له دویمې او وروستۍ ۵۰ اوریزې لوبې وروسته به افغانستان کرکټ ملي لوبډله ایرلینډ ته سفر وکړي.

ویل کېږي، چې افغان کرکټ ملي لوبډله به له ایرلینډ سره د لومړي ځل له پاره د ۵ نړیوالو پنځوس اوریزو لوبو لړۍ د روانې جولای میاشتې پر ۱۰ مه نېټه پیل کړي، چې تر ۱۹ مې نېټې به روانې وي.

له ایرلینډ سره به له سیالیو وروسته افغان کرکټ ملي لوبډله د اروپا له سفره وروسته کوربه هېواد هالینډ ته سفر وکړي او هلته به د جولای پر ۲۹ مه نېټه د کرکټ نړیوالی شورا له خوا پلان شوې (انټرکانټېنېنټل) جام څلور ورځنیو سیالیو کې برخه واخلي.

اوسمهال افغانستان له کرکټ نړیوالی شورا سره د یو ورځنیو لوبو په نړیواله درجه بندۍ کې ۱۰ او په څلور ورځنیو سیالیو کې درېیم مقام لري.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام